د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان په یوه درې ورځني سفر المان ته تللی و او په دغه هیواد کي یې د اروپا تر ټولو ستر جومات پرانیست.
د راپورونو له مخي دغه جومات په کولن ښار کي موقعیت لري.
اردوغان د جومات د پرانیستي پر مهال ویلي، چي دا به په اروپا کي د سولي سمبول وي او په دې توګه به د تعصباتو په له منځه وړلو کي هڅه وسي.
دغه جومات او اسلامي مرکز د ترکیې حکومت په مستقیمه مالي او معنوي مرسته چلېږي.
په یوه وخت کي سلګونه لمونځ کوونکي پکښي ځایېږي.
په اروپا کي ددغه جومات پرانیستي ځيني حساسیتونه هم پارولي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون