د کندهار ښاریان وايي، نوماندان دي د کمپاین پر مهال د ښار ښکلا ته پام وکړي

راپور: محمد یار مجروح

د افغانستان د نورو ولایتو په څېر دلته په کندهار کي هم د  نوماندانو پوسټرونو، عکسونو او شعارونو د ښار ډیری برخي نیولي او د ښار ښکلا يې بدرنګه کړې ده.

د کندهار ښاریان وايي، نوماندان دي د کمپآین پر مهال د ښار ښکلا ته پام وکړي.

دوی وايي، له تیرو درو ورځو راهیسي چي د نوماندانو انتخاباتي مبارزه شروع سوې د ښار ښکلا تغیر کړی.

د دوی په خبره، نوماندان د ښار نظافت ته پاملرنه نه کوي او ښار چټل سوی دی.

بلخوا دکندهار ښاروالۍ د اتنخاباتي کمپاین په دوهمه ورځ د ښار له هغو سیمو څخه د نوماندانو تصویرونه لیري کړل چي په خبره يې  ښار يې بې نظمه کړی او د ښار ښکلا يې بدرنګه کړې وه.

د ښاروالۍ سرپرست محمدنسیم رضايي وايي، د نوماندانو د کمپاین لپاره يې د ښار په ټولو برخو کي لوی او کوچني بیل بورډونه لګولي دي.

دده په خبره که نوماندان یاده سړغونه بیا بیا تکرار کړي د ښاروالۍ له لوري به جریمه کړل سي.

د یادولو وړه ده چي د ولسي جرګې نوماندانو ته د کمپآین لپاره شل ورځي وخت ورکړل سوی او درواني میزان میاشتي په ۲۸ ورځ به د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکني ترسره سي.

کندهار ولایت په ولسي جرګه کي ټولي ۱۱ چوکۍ لري چي دیادو چوکیو د ګټلو لپاره ۱۱۱  کسانو ځانونه نومولي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...