راپور: غلام فاروق رسولي
د هرات ولایت د رواني ناروغیو د درملني روغتون مسؤلین وايي، چي هر کال تر ۲۰۰ زیات په راوني ناروغیو اخته کسان دوی ته د درملنی لپاره ورځي چي په خبره یې ډیری یې د جګړې او نا امنیو له کبله د دې ستونزی سره مخ سوي.
له بلي خوا ټولنیز کارپوهان په افغاني ټولنه کي د رواني ناروغانو شمیر زیات بولي خو وایي، ډیری دا کسان د دې خاطر د درملني لپاره روغتون ته نه ځي چی خلک بد لفاظ ورته استعمالوي.
د هیواد څو لسیزو جګړو پر ټولو وګړو په ځانګړي ډول ماشومانو باندی منفي اغیزه کړې ده، یو شمیر یې د ژورخفګان او نورو ناروغیو سره مخ کړي او ډیری شمیر نورو ته یې بیا ټولنیزي ستونزي زیږولي.
هغه کسان چي د درملنی لپاره دلته د رواني ناروغیو روغتون ته راغلي وایي، د هیواد نا سم حالت دوی تر دې ځایه را رسولي او په رواني ناروغي اخته کړي.
د رواني روغتیا د ګټي اخیستونکو ټولني مسٔول فرهاد کریمي وايي، چي په هیودا کي تر ۶۰ سلنه زیاد کسان په ژور خفګان یا رواني ناروغۍ اخته دي چي په خبره یې د جګړې او نا امنیو له کبله د دې ستونزی سره مخ سوي.
له بلي خوا داکتر وحید نورزاد د رواني روغتیا د دیپارتمنت آمر وايي، چي هر کال تر دوه سوه زیاد کسان چي په رواني ناروغۍ لري دې روغتون ته راځي او تر درملني لاندی نیول کیږي.
په همدی حال کي ټولنیز کارپوهان په دې باور دي د رواني ناروغانو درملنه په ټولنه کي شرم بلل کیږي او دا سبب کرځيدلی چي ځیني ناروغان له خپلي درملنی څخه ډډه وکړي.
په ټوله کي جګرې د هیوادوالو د ټولنیز، اقصادي، سیاسي او فرهنګي نظامونو، لیدلوریو، او باورونو باندي اغیز کړی او د رواني ناروغیو تر څنګ یې په ملیونونو کسان د مرګ، معلولیت او مهاجرت سره مخ کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون