راپور: جواد داوري
هر کال د ژمي موسم په رارسیدو د ګازو او تیلو قیمتونه له خپل اصلي قیمت څخه له پنځه څخه تر لس افغاني پوري لوړیږي.
د لښکرګاه ښار اوسیدونکي وايي، له ایران سره د فراه ولایت بندر په دې وروستیو کې تړل سوي دي خو د ګازو او تیلو بيي له یوې میاشتي راهیسي ورځ تر بلي لوړ ځي.
دوی وايي، کله چي ډالر د افغانیو پر وړاندي لوړ سو او کلدارو هم خپل ارزښت راکم کړي له همدې امله په ازاد بازار کي قیمتونه په یو څو ورځو کي لوړ سوه.
بل خوا په هلمند کي دانحصاراتو د ادارې امر شاولي خان زمینداورۍ وايي، چي دتیر یوه کال راهیسي ګاز او تیل پرخپل ټاکلي نرخ پلورل کیږي دده په وينا چي داچي دګازو او تیلو په پیر او پلور کي یوه او دوه افغانۍ زیاتوالي راځي دا په عرضه او تقاضا پوري تړاو لري.
هغه وايي، چي په دې وروستیو کي په فرا ولایت کي د ملي اته اتیا بندر دبندښت له امله ګاز قیمت لوړ سوي دي.
نژدې یوه اونۍ وړاندي په فراه ولایت کي هم د حکومت ددې پریکړي پر وړاندي چي بندر يې تړل سوي لاریون کړي و.
د فراه ولایت ځايي چارواکي وايي، د مرکزي ادارې سره دې فیصلي ته رسیدلي دي چي په نژدې ورځو کي یاد بندر بیرته د سوداګرو پر مخ خلاص کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون