په روزګان کي وروستیو نا امنیو د خلکو اقتصادي وضعیت صفر کړی او له لوږي سره مخ دي

راپور: اچمل وصال

داځل روزګاني اوسیدونکي خپلي ستونزي په مشرانو جرګه کي ددغه ولایت له استازو سره په مرکز ترینکوټ کي شریکوي.

هغه درد چي له تیرو دوکلونو راهیسي ددغه ولایت اوسیدونکي تري زوریږي.

په ټوله کي کابل کي میشت خپل استازي ځکه ګرم بولي چي دلته یې د سته ناخوالو حالت تر مسٔوولینو نه دي رسولي.

قومي مشران او دولایتي شورا استازي بیا د مرکزي دولت لوړ پوړي چارواکي ددغه ولایت سره د مور او میرې په چلند تورنوي او وایي، که څه هم ددغه ولایت امنیتي وضعیت د تیرو دوکلونو راهیسې تربل هروخت خراب سوی، لویي لاري تړلي او خلک له بدحالت سره مخ دي خو دغه ولایت ته داسي مسٔوول نه دی راغلی چي ستونزي له نژدي وګوري.

په مشرانو جرګه کې ددغه ولایت استازي که څه هم شته ستونزي مني، خو ګرم ځکه ځایې اوسیدونکي بولي چي د حالت د بدلون لپاره سره یوموټي نه دي.

دوی وایې، د روزګاني اوسیدونکو بې اتفاقي او پر څو ښاخونو ویشل د شته ناخوالو زیږنده ده.

که څه هم روزګانیانو د تیرو څو کلونو راهیسي د سته ستونزوڅخه د خلاصون په موخه ږغ پورته کړ خو لاهم دلته سته روان حالت بدلون نه دی کړی.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...