دوی وايي، که د امریکا حکومت د افغانستان روانه جګړه بلک واټر کمپنۍ ته وسپاري په افغانستان کي به جګړه لا زور واخلي او افغانستان به د عراق او سوریې په څیر د شدیدو جګړو شاهد وي. په ورته وخت کي سناتوران په اسلام اباد کي د افغان او پاکستاني عالمانو غونډي ته په اشارې وايي، چي په یاده غونډه کي دي د افغانستان رواني جګړې په تړاو شرعي فتوا ورکړل سي او پاکستان دي له افغان حکومت سره په خپلوژمنو ودریږي.
سناتوران دا څرګندوني په داسي حال کي کوي، چي په افغانستان کي روانه جګړه چي ورځ تر بلي د ګرمیدو په حال کي ده.
اوس داسي ګنګوسې دي چي بهرني ځواکونه دلته په خپله جګړه کي ناکام دي او روانه جګړه به بلک واټر خصوصي کمپينۍ ته وسپارل سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون