پاکستان هڅه کوي د اوبو په اړه له افغان حکومت سره هوکړي ته ورسیږي

پاکستاني رسنیو ویلي، په پاکستان کي یو شمیر قانونپوهانو او مدني فعالانو هم له حکومت غوښتي چي له افغانستان سره په دې برخه کي دوې اړخیزي هوکړې ته ورسېږي.

دوی حکومت ته په یوه استولي لیک کي ویلي، چي افغان حکومت د نړیوال بانک او هند په مرسته پر کابل سیند ۱۲ بندونه رغوي او دا چاره به په پاکستان کي سختي ستونزي جوړي کړي.

دوی پر پاکستاني حکومت ږغ کړی، چي له افغان حکومت سره د کابل یا کونړ سیند د اوبو په اړه یوې مشخصي هوکړي ته ورسېږي.

تر دې وړاندي هم پاکستاني رسنیو داسي راپورونه خپاره کړي وو، چي ګواکي پاکستان هڅه کوي د عمل پلان په لړ کي له افغان حکومت د اوبو په برخه کي هم ثابته هوکړه ولري.

خو افغان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ایران او پاکستان هغه هیوادونه دي چي کلونه کلونه د افغانستان اوبه وړیا ورغلي دي او اوس د هغو پروژو په لار کي خنډ جوړوي چي ددوی هیوادونو ته د تلونکو اوبو پر سیندونو جوړېږي.

دا تورونه هم سته، چي یاد هیوادونه د بندونو د جوړولو مخنیوي ته وسله والي ډلي هم ګومارلي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...