د جنوبي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازې آلیس ویلز ویلي، ډیره هڅه کیږي چي چابهار بندر پر ایران د راتلونکو بندیزونو له اغیزو خلاص سي، ځکه دا د افغانستان د اقتصادي ودې او هند د سوداګرۍ لپاره خورا مهم دی.
د نوموړي په وینا پر دې بندر بحثونه روان دي او له هندي او افغان حکومت سره یې هم په اړه خبري سوي دي.
آلیس ویلز تر دې وړاندي هم ویلي وو، چي ښايي پر ایران بندیزونه چابهار بندر هم اغېزمن کړي.
چابهار په سیمه کي د افغانستان لپاره د هند په مرسته رغول سوی بندر دی چي تر دې دمه یې لا چاري نه دي بشپړې سوې.
هند وايي چي ددغه بندر په مرسته به یې توکي د پاکستان له لاري نه، بلکي د افغانستان او ایران له لاري د منځنۍ اسیا او اروپا بازارونو ته ولېږدول سي.
خو ددې وېره سته چي پر ایران راتلونکي بندیزونه به دغه بندر زیانمن کړي او افغانستان، ایران او هند به له یوه مهم بندر بې برخي سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون