ځایي اوسیدونکي وایي، د امنیت ټینګښت په برخه کي سوې ژمني یوازي د کاغذ پرمخ پاته دي.
د غزني ولایت اوسیدونکي وایي، سره له دې، چي ښار خوندي دی، خو د ښار په څنډو کي لاهم امنیتي ګواښونه پرځای دی او په څیرمه سیمو کي وسله وال فعالیت لري.
پر غزنی ښار د وسله والو طالبانو له برید وروسته، د دې ولایت ډیری ادارې تخریب او یاهم وسوځول سوې او خلکو ته ګڼ مالي زیانونه واوښتل.
د غزني والي بیا وایي، د دې ولایت د بیا رغوني او امنیت د ټینګښت لپاره یو پلان چمتو سوی چي دعملي کیدو په حال کي دی.
د غزني ولایت اوسیدونکي بیا وايي، چي ولسمشر په تیر ځل سفر کي هم ددغه ښار اوسیدونکو سره ژمني وکړې، خو عملي یې نه کړي له همدي امله یې نویو ژمنو ته هم هیله من نه دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون