نوموړي ویلي ټرمپ نه غواړي چي د نړیوالتوب اصولو ته درناوی وکړي او هر څه یوازي د ځان او امریکا بولي.
انګیلا میرکل وایي، ټرمپ ان په ډیری مواردو کي د ملګرو ملتونو اصول ماتوي او هڅه کوي له دغه سازمان سرغړونه وکړي.
نوموړي ویلي کلونه زیار ایستل سوی دی، چي د ملګرو ملتونو سازمان د نړۍ د نظم په موخه جوړ سوی دی نو امریکا ته په کار ده، چي ددغه سازمان اصولو ته درناوی وکړي او په نړۍ کي دي دا سیاست نه کوي چي هره خبر باید د امریکا ومنل سي.
انګیلا میرکل ویلي د ټرمپ اوسنی سیاست د نړۍ د نظم او راتلونکي لپاره خورا خطرناک دی او ددې اړتیا ده، چي امریکایان په دې برخه کي له سره کتنه وکړي او د خپل هېواد اعتبار په نړیواله کچه وژغوري.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون