د کردستان خلکو په پارلماني انتخاباتو کي برخه واخېستل

 

انتخابات داسي وخت وسول چي خلک په خپلو سیمو کي د پراخ فساد او اقتصادي ستونزو په خاطر شکایت کوي.

د کُردستان د پارلمان د ۱۱۱ څوکیو لپاره ۷۰۰ کاندیدانو سیالي وکړه.

۱۱ څوکۍ د ترکمنانو، عیسویانو او ارمنانو قومي او مذهبي لږکیو لپاره ځانګړي سوي دي.

داسي ښکاري چي د کُردستان ډیموکراټيک ګوند او سیال یې وطندوست کُردستان ګوند ډيري څوکۍ خپلي کړي.

خو د حکومت اپوزیسیون د کُردستان وطندوست ګوند ویلي چي انتخابات نه مني ځکه تقلب پ‎کښي سوی دی.

له عراقه د کُردستان تر جلا کیدو یو کال وروسته پارلماني انتخابات وسول.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...