د ایران په بندرعباس سیمه کي په لاس چمتو سویو شرابو څښلو له امله ۲۰ کسان وژل سوي

د هرمزګان پوهنتون طبي علومو عامه اړیکو مشري فاطمه نوروزیان ایسنا ته ویلي، بندر عباس کي له دې کبله د وژل سویو شمیر ۱۶ کسانو ته رسیدلی دی.

بل لور ته په البرز او شمالي خراسان سیمو کي هم څلور کسان وژل سوي دي.

له مسموم سویو ۱۰ کسان د جدي طبي څارني برخه کي ساتل کېږي او ویل کېږي، چي روغتیا یې ښه نه ده.

د بندرعباس پولیسو یو افسر اسماعیل مشایخ وايي، دغه قضیه کي درې کسان نیول سوي دي.

تر اوسه ۱۶۹ کسان روغتونونو کي بستري سوي، چي ویل کېږي یو شمېر یې دیالسیز شوي او د نورو درملنه روانه ده.

د بندر عباس د پولیسو د مشر په وینا نیول سویو کسانو کي هغه میړه، ښځه هم شامل دي، چي کور کي یې دغه شراب چمتو کول.

نوموړی وايي، د شرابو پلورونکی یې هم نیولی دی.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...