د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار او سره رود ولسوالۍ کي د درو ښوونځيو مخ ته چاودني سوي

د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي وويل چي دوې چاودني د سره رود ولسوالۍ اړوند د چهار باغ صفا لیسي او پير ګيلاني ښوونځي مخ ته سوي دي.

دی زياتوي، دغه چاودني يوه نږدې اووه بجې او بله اووه بجې او شل دقيقې رامنځته سوې چي يو ملازم يې سطحي ټپي کړی.

نوموړی دغه راز وايي، بله چاودنه نږدې اته بجې د جلال اباد ښار اړوند عربانو لېسي ته څېرمه سوې خو کوم تلفات نه لري.

د نوموړي د معلوماتو له مخي، ياد ماين په يوه کثافت دانۍ کي ځای پر ځای سوی و.

بلخوا د ننګرهار د پوهني رياست مطبوعاتي مسٔوول محمداصف شينواری هم مني چي نن سهار د درېيو ښوونځيو مخي ته چاودنه سوې ده.

دی وايي‌، په چاودنو کي يوازې يو سپين ږيری ملازم سطحي ټپي دی.

د چاودنو ږغونه ‌‌‌‌‌‌ډیر لوړ وو او تر لرو ځایونو اورېدل یوي. د چاودنو مسووليت چا نه دی منلی.

 

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...