د فارياب ولايت په قيصار ولسوالۍ کي پر يو شخصي کرولا موټر هوايي بريد کي څلور ملکي وګړي وژل سوي دي

د فارياب ولايت په قيصار ولسوالۍ کي پر يو شخصي کرولا موټر هوايي بريد کي څلور ملکي وګړي وژل سوي دي، خو چارواکي وايي دغه موټر ماين الوځولى دى.

يوې سرچينې چي نه غوښتل نوم یې واخیستل سي، وويل چي وړمه شپه شاوخوا اته بجې يو کرولا موټر، چي د ولايت له مرکز ميمني نه قيصار ولسوالۍ ته روان و، د قيصار مرکز ته څیرمه په طارق خان ګولايۍ کي تر هوايي بريد لاندي راغلى.

د هغه په وينا، په دغه بريد کي په موټر کي سپاره څلور تنه وژل سوي دي.

دى وايي چي وژل سوي کسان ملکي وګړي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...