د هند د کرکټ ملي لوبډلي د اسیا جام اتلوالي خپله کړه

بنګله دیش په ۵۰ اورونو کي ۲۲۳ هدف ټاکلی و او لوبه تر وروستۍ شیبې دومره په زړه پورې سوه چي هند د ۷ لوبغاړو په سوځیدو دا هدف د پنځوسم اور په وروستي بال پوره کړ.

د هند او بنګله دیش سربیره سريلانکا ،هانک کانګ ،پاکستان او افغانستان هم په اسیا جام کي چي د متحده عربي اماراتو په دوبۍ او ابوظبۍ ښارونو کي يې سیالۍ وسوې ولوبیدل .

افغانستان په دې جام کې ښه وځلید .افغان ملي ټیم له پینځو لوبو څخه دوه وګټلې ،دوه يې په ډیر کم توبیر بایللې او له هند سره يې خپله وروستۍ لوبه مساوي کړه.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...