امریکا وایي، چي د عراق په بصره کي خپله کونسلګري تړي

متحده ایالات دا ګام د بصرې وروستیو نارامیو کي د کونسلګرۍ پر ودانۍ تر برید وروسته اخیستی او د دې بریدونو تر شا د ایران لاس بولي. د
امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د جمعي په ورځ‌ د دې پریکړي د تاییدولو سربېره وویل،‌ بصره کي د امریکا ټولو هغو مامورینو ته چي هلته یې حضور اړین نه وو‌،‌ له ښاره د وتلو امر سوی او له بصرې یې بغداد ته کونسلي چاري لېږدولي دي.
پومپیو د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ د غونډې ‍په څنډه کي وویل، په لومړیتوبونو کي یې لومړۍ هڅه په منځني ختیځ‌ کي د ایران د نفوذ مخنیوی دی، چي په وینا یې بصره کي د امریکا پر کونسلګرۍ برید د هغو وسله والو له خوا سوی،‌ چي د ایران قدس ځواکونو له ملاتړه برخمن دي.
نوموړي زیاته کړه،‌ ایران ته مو په ډاګه کړې ده چي امریکا به دا ډول بریدونو ته سم لاسي او په مناسب ډول جواب ووايي.
بصره کي د امریکا پر کونسلګرۍ دوه راکټه لګیدلي چي ودانۍ یې زیانمنه کړې،‌ خو ځاني تلفات یې نه لري.
ایران تر اوسه د امریکا دې څرګندونو ته کوم غبرګون نه دی ښودلی.
x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...