د نورستان والي حافظ عبدالقیوم په داسي حال کي چي د دې ولایت په مرکز پارون کي یې له نشه يې موادو سره د مبارزې په نوم کنفرانس ته خبري کولي، وویل چي په نورستان ولایت کي د نشه يې موادو کښت صفر سوی، موږ اوس هڅه کوو چي د دوو کلینیکونو په جوړولو سره په نورګرام او برګمټال ولسوالیو کي، د معتادینو درملني ته زمینه برابره کړو.
د یادونې وړ ده چي ډیری معتادین په دې دوو ولسوالیو کي اوسیږي او د خپلي اړتیا وړ نشه يي مواد له ګاونډیو ولایتونو څخه تر لاسه کوي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون