په خوست کي د ولسي جرګې د یو نوماند عبدالولي اخلاص پر موټر چاودنه سوې ده

د خوست د والي ویاند طالب منګل وايي چي یاده چاودنه د خوست ښار پروژې پل سره نږدې سوې او له کبله يې یوه ملکي وګړی ټپي سوی دی.

د پېښي عیني شاهدان وايي چي چاودېدونکي توکي په یو موټرسایکل ځای پر ځای سوي وو، کله چي د نوماند موټر ورنږدې سو، نو چاودنه رامنځته سوه.

په دې پیښه کي نوماند او ساتونکو ته يې زیان نه دی رسیدلی.

د پيښي مسٔوولیت تر اوسه چا نه دی منلی.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...