افغانستان

لس ورځي کېږي چي د کندهار-روزګان لار د حکومت او طالبانو له خوا بنده سوې ده

رپوټ: خالد همت د کندهار او روزګان لویي لاري مسافر وایي، چي له تېرو لسو ورځو راهیسي دغه لار د دوی د تګ راتګ له پاره د افغان حکومت او وسله والو طالبانو لخوا تړل سوې ده. دوی وایي، د حکومت په ساحه کي د حکومت او د وسله والو طالبانو په ساحه کي د طالبانو لخوا ځورول کېږي او ...

Read More »

کندهاري ځوانان او مدني فعالان: حکومت بايد په هره اداره کي د احمد شاه بابا عکس وځړوي

رپوټ: مهتمم صالح وروسته له هغه چي د سيمه ييزو ارګانو خپلواکي ادارې د پالیسۍ معین سرور جوادي د هغه مکتوب څخه چي د احمدشاه بابا د کور د جوړېدو په منظور ليکل سوی وو، د امپراتور کلمه ليري کړه، د خلګو غبرګونونه راپورته سوه.په کندهار کي يو شمېر مدني فعالان او ځوانان وایي، جوادي بايد د دغه کار له ...

Read More »

په کندهار کي د ملکي وګړو د خوندیتوب کاري ډله وايي، د ملکي وګړو ژوند ته پاملرنه نه کېږي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د ملکي وګړو د خوندیتوب کاري ډلي غړي وايي، د جګړې دوام یوازي د افغانانو په زیان دئ، نو باید د جګړې ټولي غاړي افغان حکومت، طالبان او بهرني ځواکونه له داسي کړنو څخه لاس واخلي، چي زیان ئې ملکي کسانو ته رسیږي. د دغه ډلي غړي وایي، سولي ته د خلګو هیلي زیاتي ...

Read More »

په پارلمان کي د کندهار د خلګو استازي: کندهار والي، د روغتیا رئیس او د تدارکاتو کمېټې فساد کړی دئ

رپوټ: مهتمم صالح په ولسي جرګه کي د کندهار د خلګو استازو ګل احمد کمین، پروین محمدي او مقتدا میران، چي کندهار ته د کورونا سره د مبارزې په برخه کي د ولایتي ادارې د کړنو د نظارت له پاره راغلي دي، له څو ورځنيو څېړنو وروسته په يوه خبري کنفرانس کي وویل، چي د کورونا له پاره ځانګړي سوي ...

Read More »

د کندهار اوسېدونکي وایي، په دغه ولایت کي توکي بې کېفیته سوي دي

رپوټ: خالد همت د کندهار اوسېدونکي وایي، له کرنتین سره خوراکي او غیر خوراکي توکي بې کېفیته سوي دي او هم ئې نرخونه ډېر پورته سوي دي. دوی وایي، وطني غنم له هیواد څخه پاکستان ته ځي او هلته وچه ډوډۍ او نور مواد له وړو سره ګډېږي، بیا افغانستان ته استول کیږي. د دوی په خبره په ښار کي ...

Read More »

د کندهار اوسېدونکي وايي، په عامي روغتيا ریاست کي اوسنۍ مقررۍ او تبديلۍ نا مناسبي دي

رپوټ: مهتمم صالح په دې وروستيو کي په عامي روغتيا ریاست کي ځيني مقررۍ سوي او يا هم د ځيني امرین ليری سوي دي او پر ځای یې سرپرستان ټاکل سوي دي، چي د خلګو غبرګونونه یې را پارولي دي.د کندهار يو شمېر اوسېدونکي وايي، د صحت سکټور د خلګو د ژوند له پاره تر ټولو مهم سکټور دئ، چي ...

Read More »

د کندهار اوسېدونکي: د سړکونو د جوړولو پر مهال کیفیت ته پام نه کېږي

رپوټ : محمدیار مجروح د کندهار اوسېدونکي شکایت کوي چي په دغه ښار کي د سړکونو د جوړلو پر مهال کیفیت ته پام نه کیږي او د ناسم نظارت له امله  رغول سوي سړکونه تر وخت مخکي بیرته خرابیریږي. ښاریان د کندهار ښار په منځ کي د ډ‌نډ چوک او ښکارپور دروازې تر منځ د سړک یادونه کوي چي په ...

Read More »

د کندهار ولایتي شورا: نانوایان اکثره پاکستاني بې کیفیته وړه کاروي

رپوټ: خالد همت نن یکشنبه د کندهار د ولایتي شورا په نوبتي غونډه کي پر ګڼ شمېر موضاعاتو بحث وسو، چي مهمه ئې د غنمو او د شهيدانو او معلولینو موضوع وه. د ولایتي شورا رئیس سید جان خاکریزوال وایي، د کندهار غنم پاکستان ته ځي، خو هلته وچه ډوډۍ او خراب وړه ور سره ګډېږي او بیرته دلته راوړل ...

Read More »

د سپين بولدک او چمن د لاري بندېدل پر صادراتو او وارداتو ډېري منفي اغېزې کړي دي

د کندهار د سوداګرۍ خوني مرستيال انجنير عبدالباقي بنا وایي، د کندهار سوداګرو سږ کال په يوه ربع کي يوازي ۱۱۶۲ ټنه مېوه بهر ته صادره کړې ده، چي پروسږ کال په دغه وخت کي ۱۹۹۰۰۰ ټنه صادره سوې وه. هغه وايي، سږکال د کندهار تجارانو د لاري د بندېدو له امله ميليونونه افغانۍ تاوان کړی دئ او که لاره ...

Read More »

په تېرو دوو ورځو کي د چرګانو د غوښو بیه اتلس افغانۍ لوړه سوې ده

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي تر ۵۰۰ زیات د چرګانو فارمونه سته، چي د قول اردو سره سره څلورو نورو ولايتونو ته هم د چرګ غوښي ورکوي. خو په دغه ولايت د چرګ د غوښو خرڅوونکي وايي، په تېرو دوو ورځو کي د چرګ د غوښو بیه اتلس افغانۍ لوړه سوې ده. دوی وايي، دمخه به دوی د ژوندي ...

Read More »