رپوټ: مهتمم صالح
په ولسي جرګه کي د کندهار د خلګو استازو ګل احمد کمین، پروین محمدي او مقتدا میران، چي کندهار ته د کورونا سره د مبارزې په برخه کي د ولایتي ادارې د کړنو د نظارت له پاره راغلي دي، له څو ورځنيو څېړنو وروسته په يوه خبري کنفرانس کي وویل، چي د کورونا له پاره ځانګړي سوي سل میلیونه افغانۍ او د مؤسسو مرستي د فساد ښکار سوي.
د ولسي جرګې غړی مقتدا ميران وايي، چي د کورونا په روغتون کي وضعیت د اندېښنې وړ وو، ځکه د میلیونونو افغانيو له مصرفولو وروسته بیا هم په دغه روغتون کي عادي ماسکونه نه وه، خو د عامي روغتيا رياست له خوا ماسکونه په ډېر لوړه بيه ليکل سوي دي.
هغه د تداراکاتو کمېټه هم په فساد کي ښکېله وبلل او په وینا ئې غير ضروري شیان، چې کیفیت نه لري، په لوړه بیه او د تداراکاتو د اصولو خلاف رانیولي دي.
ده وویل، ځيني داسي توکي هم د نویو په نوم په لوړه بیه رانیول سوي، چي هم ډېر استعمال سوي او هم ډېر ځلي جوړ سوي دي، چي له جوړېدو سره یې کيفيت هم له منځه تللی دئ.
هغه زياتوي، چي کندهار والي په غیر اصولي توګه میلیونونه افغانۍ ایستلي، خو وضاحت ئې نسته، چي دوی د وضاحت غوښتنه کړې ده، خو هغه په رسمي ډول د وضاحت څخه ډډه کړې ده.
ميران زياتوي، چي میلیونونه افغانۍ د امتیازي معاشاتو په نوم ایستل سوي دي، په داسي حال کي، چي هیڅ قانوني قرار داد موجود نه دئ.
د ولسي جرګې دغه پلاوي د کندهار والي له لوري د ورځي د غیر مسلکي کرنتین او د شپې د څلورو ساعتونو د اجازې خبره یاده کړه، چي د خلګو زیات راوتلل او په بازارونو کي یو ځای کېدل، د سلګونو کسانو د کورونا لامل سو.
په ولسي جرګه کي د کندهار د خلکو استازي ګل احمد کمین وايي، د کورونا سره په مبارزه کي وظیفوي غلفت، اداري او اخلاقي فساد، عقدوي چلند، شخصي ګټي، د قدرت ساتل، غیر مسلکي پشنهادونه او د غیر ضروري اجناسو خریداريو پر روغتیايي سکتور د خلګو باور مات کړ.
هغه وايي، دوی ته هم په دې برخه کي د معاملې وړاندیزونه سوي وه، خو دوی نه دي منلي.
بلخوا د کندهار مرستیال والي حاجي اغالالی دستګري چي د کورونا د تدارکاتو کمېټې مسئول هم دئ، په يوه خبري کنفرانس کي وویل، ولايتي اداره او د کورونا د تدارکاتو کمېټه هر وخت حاضر ده، چي ولس ته د دغه پیسو حساب ورکړي.
هغه وايي، که کوم څوک اعتراض ولري کولای سي، چي له دوی څخه حساب وغواړي. د کندهار ښار اوسېدونکي وايي، په ولايت کي د ولايتي او روغتیايي مسئولینو د غفلت له امله زرګونو کسانو ژوند له لاسه ورکړ او یوازي څو محدودو کسانو ته عادي خدمات وړاندي سول، چي د ولسي جرګې غړو هم دغه خبره بیا بیا تکرار کړه.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون