په کندهار کي د ملکي وګړو د خوندیتوب کاري ډله وايي، د ملکي وګړو ژوند ته پاملرنه نه کېږي

رپوټ: مهتمم صالح

په کندهار کي د ملکي وګړو د خوندیتوب کاري ډلي غړي وايي، د جګړې دوام یوازي د افغانانو په زیان دئ، نو باید د جګړې ټولي غاړي افغان حکومت، طالبان او بهرني ځواکونه له داسي کړنو څخه لاس واخلي، چي زیان ئې ملکي کسانو ته رسیږي.

د دغه ډلي غړي وایي، سولي ته د خلګو هیلي زیاتي سوي دي، نو باید جګړه هم ودرول سي او هیڅ ډله دي هڅه نه کوي، چي په زیاتو بریدونو تر سره کولو سره د ډېر امتیاز غوښتنه وکړي.

دوی وویل، تر ډېره مرګ ژوبله د وسله والو په ماینونو، هوايي بریدونو او هاوانونو کي ملکي کسانو ته اوړي، نو باید د جګړې ښکيلې غاړي د جګړې د زیاتوالي پر ځای د سولي له پاره خپله اراده وښيي.

د ملکي وګړو د خوندیتوب کاري ډلي غړو زیاته کړه، په هلمند کي د تېرو دوو ورځو ماین چاودنو او هاوانونو وښودل، چي لا هم دواړي غاړي سولي ته ژمنتیا نه لري او د ملکي کسانو ژوند ورته مهم نه دئ.

دوی وویل، د ملکي مرګ ژوبلي په اړه به هر وخت خپل ږغ پورته کړي تر څو دواړه غاړي د جګړې پر ځای سولي ته حاضر سي.
دوی پر سوله، د تاوتریخوالي پر کمولو او د جګړې پر پایته رسولو ټینګار وکړ او زیاته ئې کړه چي ټول افغانانو بین الافغاني خبرو ته خوشبین دي، او تمه لري چي نور به دا اوږده جګړه پای ته رسیږي.

دا په داسي حال کي ده چي په تیرو څو ورځو کي په ماین چاودنو او توغندیزو بریدونو کي لسګونو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...