رپوټ: مهتمم صالح
وروسته له هغه چي د سيمه ييزو ارګانو خپلواکي ادارې د پالیسۍ معین سرور جوادي د هغه مکتوب څخه چي د احمدشاه بابا د کور د جوړېدو په منظور ليکل سوی وو، د امپراتور کلمه ليري کړه، د خلګو غبرګونونه راپورته سوه.په کندهار کي يو شمېر مدني فعالان او ځوانان وایي، جوادي بايد د دغه کار له پاره رسمي بخښنه وغواړي او تر څنک يې بايد له دندي برطرفه سي، څو بيا کوم څوک په عقدوي شکل د افغانستان ملي شخصیتونو او ارزښتونو ته په سپکه ونه ګوري.دوی وايي، لوی امپراتور احمد شاه بابا د معاصر افغانستان بنسټګر دئ، نو بايد د هغه نوم او امپراتورۍ ته درناوی ورکړل سي.دوی احمد شاه بابا نه یوازي د لوی افغانستان مؤسس بلکي په سیمه کي یو منل سوی امپراتور وو.د دوی په وينا افغانان د خپلو ملي شخصیتونو او هيواد ارزښتونه پېژني، چاته اجازه نه ورکوي، چي د هيواد ملي شخصيتونو لکه لوی امپراتور احمد شاه بابا یا هم د هیواد نورو ملي ارزښتونو ته سپکاوی وکړي.دوی زیاتوي، دولت بايد په ټولو ادارو کي د ستر امپراتور احمد شاه بابا تصويرونه وځړوي او دا کار باید حتمي وسي او د هغه د نوم لوړ ساتلو له پاره دي سیمي او ځایونه د هغه په نامه ونومول سي.دوی وایي، په راتلونکي کي که څوک د هیواد رښتینو ملي شخصیتونو یا نورو ملي ارزښتونو ته سپکاوی وکړي، دا باید لوی جرم وبلل سي او هغه کس ته سخته سزار ورکړل سي. دغه موضوع پر ټولنيزو رسنيو هم زور اخیستی دئ او افغانانو د دې کار غندنه کړې ده.بل خوا سرور جوادي بیا ویلي دي، چي د امپراتور په کلمه کي وروستۍ (ر) نه وه ليکل سوې، چي ده يې د اصلاح له پاره خط باندي کش کړی دئ، خو په ټولنيزو رسنيو کي د دوهم مکتوب خبره کېږي، چي د امپراتور کليمه ورڅخه ليري سوې او جوادي لاسليک کړی او جوادي یې په غبرګون کي ويلي، چي ده دوهم مکتوب نه دئ لوستلی.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون