رپوټ: خالد همت
د کندهار او روزګان لویي لاري مسافر وایي، چي له تېرو لسو ورځو راهیسي دغه لار د دوی د تګ راتګ له پاره د افغان حکومت او وسله والو طالبانو لخوا تړل سوې ده.
دوی وایي، د حکومت په ساحه کي د حکومت او د وسله والو طالبانو په ساحه کي د طالبانو لخوا ځورول کېږي او د تګ راتګ اجازه نه ورکول کېږي.
دوی وایي دغه لار څو واره بنده سوې ده، خو دولت ئې په اړه تر اوسه کوم څه نه دي کړي، چي له دې سره ډېر خلګ د ماینونو قربانیان سول.
د دغه لاري مسافر وایي، حکومت او وسله وال طالبان پر عمومي لویه لار اجازه نه ورکوي، چي له دې سره یو شمېر موټروانان پر نورو لارو سفر کوي او هلته د ماینونو خطر هم ډیر زیات لېدل کیږي.
د دوی په خبره پرون یو موټر پر بلي فرعي لاري تللی وو، خو پر ماین ختلي وو، چي شپږ سوارلي یي ټپیان سوی وو.
موټرچلوونکي وایي، له کلونو راهیسي د کندهار روزګان لار خرابه ده، خو په اړه ئې هیڅ اقدام نه کېږي.
دوی وایي، که څه هم د دې لاري کار څو ځله پیل سوی، خو بیرته د نامعلوم د لیل له امله پاته سوی، چي زیان ئې ټول ملکي کسانو ته رسېږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون