د کندهار ښار پنځمي حوزې اړوند د حاجي عزيز سيمي د سړک د جوړېدو چاري پیل سوې

رپوټ: مهتمم صالح

د کندهار ښار پنځمي حوزې اړوند د حاجي عزيز سيمي د سړک د جوړېدو چاري پیل سوې.

د کندهار والي حيات الله حيات وايي، د دغه پروژې کار به په اوو مياشتو کي بشپړ سي.

هغه وايي، پر دغه پروژې ۲۹،۵ ميليونه افغانۍ لګښت راځي چي د نړيوال بانک له خوا ورکول کيږي.

حيات وایي، په دغه پروژې کي به درو زرو کسانو ته د کار زمینه برابره سي.

بلخوا د کندهار د ولايتي شورا رئیس سيدجان خاکرېزوال وايي، خلګو ته په کار ده چي د دغه ډول پروژو څخه ملاتړ وکړي او د هيواد د ابادۍ له پاره يې کار کړی وي.

هغه وايي، د خلګو څخه غوښتنه کوي، چي په ښار کي د سړکانو او نورو عام المنفعه ځايونو ساتنه وکړي او چاته اجازه ور نه کړي، چي هغه ځایونو ته زیان ورسوي.

د کندهار ښاروال محمد رفيع حيات بيا وايي، دا پروژه د هغه څلورو لویو پروژو څخه ده، چي په هغه کي د بای پاس سړک په درېيمه ناحيه، کي په دوهمه ناحيه کي د ميربازار او اوومه ناحيه کي د يکلینګ سړکونه هم پکښي شامل دي، چي ټول مصرف ئې د نړيوال بانک خوا ورکول کيږي.

هغه وايي، د هغه نورو درو پروژو کار به هم په پينځه لس ورځو کي پيل سي او په اوسط ډول به په ټولو پروژو کي ۱۶ زره کسانو ته د کار زمينه برابره سي.

د دغه سيمي خلک هم وايي، له ياد سړک څخه دوی ډېر په تکليف وه او هر کال په ژمي کي به يې د اوبو له امله د تګ راتګ نه سوای کولای.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...