رپوټ: مهتمم صالح
هره ورځ پر ټولنيزو رسنيو د کوچنيانو د ورکېدو خبرتياوي خپرېږي، چي په جنوب کي د بشر حقونو خپلواک کمېسيون سرپرست شمس الدين تنویر وايي، دوی اندېښمن دي چي هره ورځ په کندهار کي کوچنيان ورکېږي.
هغه وايي، اکثره کورنۍ خپلو کوچنيانو ته پاملرنه نه کوي، ځکه نو کوچنیان له کوره وځي او ورک سي او يا ئې هم یو څوک اختطاف کړي، چي بیا یې په پیسو ور ایله کوي، خو دغه ډول پېښي کوچنی په رواني لحاظ ډېر کمزوره کوي.
تنوير وايي، په دغه برخه کي د مېندو دنده ډېره ده، چي دوی خپلو کوچنيانو ته پاملرنه وکړي.
د دې تر څنګ د کندهار اوسېدونکي هم اندېښمن دي او وايي، کورنۍ دي خپلو اولادونو ته ډېره پاملرنه وکړي، ځکه دغه بې پروايي هم دوی او هم یې کوچنيان په بلا اخته کولای سي.
يوه مور چي د خپل ورک زوی غم يې پر زړه داغ پرې ايښی دئ وايي، څو ورځي يې په کوچني زوی پسي سر ونه ګرځوئ، خو وروسته یې چي هر څه ولټوی پیدا یې نه کړ.
دا وايي، يو زوی یې وژل سوی، خو هغه دومره نه ده غمجنه کړې، لکه څنګه چي دغه ورک سوي زوی چي کړې ده.
د کندهار امنيه قومندانۍ وياند جمال ناصر بارګزی وايي، دوی له تيرو دوو مياشتو څخه د کوچنيانو د اختطاف قضيه نه لري، خو ډېر کوچنيان له خپلو کورنيو لا درکه کېږي، چي کله یې پوليس پیدا کړي، نو د ټولنيزو رسنيو له لاري یې خبرتياوي خپروي او کورنيو ته یې سپاري.
هغه وایي، د کوچنيانو د اختطاف په برخه کي پولیس ډېر جدي دي او اجازه نه ورکوي، چي څوک اختطاف وکړي.
د کرونا ویروس له امله د مکاتبو او مدارسو رخصت او کوچنيانو د بې ځايه ګرځېدو لاره هواره کړې، چي له امله یې ډېر وخت کوچنيان داسي ځايونو ته ځي، چي د کور لار ځيني ورکه سي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون