د کندهار اوسېدونکي وایي، په دغه ولایت کي توکي بې کېفیته سوي دي

رپوټ: خالد همت

د کندهار اوسېدونکي وایي، له کرنتین سره خوراکي او غیر خوراکي توکي بې کېفیته سوي دي او هم ئې نرخونه ډېر پورته سوي دي.

دوی وایي، وطني غنم له هیواد څخه پاکستان ته ځي او هلته وچه ډوډۍ او نور مواد له وړو سره ګډېږي، بیا افغانستان ته استول کیږي.

د دوی په خبره په ښار کي د تېلو او ګازو کېفیت هم تر پخوا ډېر خراب سوی دئ، ځکه ډېره اندازه اوبه ورسره ګډوي.

دوی له مسئولینو څخه غوښتنه کوي، چي په ښار کي دي د خوراکي او غیر خوراکي توکو پر کیفیت او قیمت دوامداره نظارت وکړي، ځکه ډېر خلګ خطاایستل کېږی.

بلخوا د کندهار ښاروالي مسئولین وایي، په ۶ میاشتو کي ئې ۱۶ ټنه خوراکي او غیر خوراکي تر وخت تېر او بې کیفیته توکي او یوناني درمل راټول کړي او سوځلي دي.

د ښاروالۍ د مارکېټونو د تنظیم مدیر فیض الله ناصر وایي، د ښاروالي ټیمونه په ښار کي په اوونۍ کي دوه ځله د خوراکي او غیر خوراکي توکو مارکېټونو او ګُدامونو ته ورځي او هلته د توکو پر کېفیت او تاریخ نظارت کوي.

له دې مخکي هم خلګو په څو ځله له مسئولینو څخه غوښتنه کړې، چي په ښار کي دي د خوراکي او غیر خوراکي توکو کېفیت او قیمت ته پاملرنه وکړي، خو تر اوسه دغه ستونزه نه ده حل سوې.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...