د کندهار اوسېدونکي وايي، په عامي روغتيا ریاست کي اوسنۍ مقررۍ او تبديلۍ نا مناسبي دي

رپوټ: مهتمم صالح

په دې وروستيو کي په عامي روغتيا ریاست کي ځيني مقررۍ سوي او يا هم د ځيني امرین ليری سوي دي او پر ځای یې سرپرستان ټاکل سوي دي، چي د خلګو غبرګونونه یې را پارولي دي.د کندهار يو شمېر اوسېدونکي وايي، د صحت سکټور د خلګو د ژوند له پاره تر ټولو مهم سکټور دئ، چي بايد په ډېر دقت ګمارني پکښي وسي او کار اهل کار ته وسپارل سي، ځکه اوس ډېري ګمارني د اړيکو پر اساس کيږي.دوی وايي، په دغه حساس وخت کي ګمارني او تبديلۍ مناسبي نه دي او بايد د عامي روغتيا ریاست دې برخي ته پاملرنه وکړي.دوی زیاتوي، د عامي روغتيا ریاست مسئولين دي تر تبديلۍ او ګمارنو تېر سي او د کورونا وايروس خپرېدو مخنیوی دي وکړي.خو د عامي روغتيا رئیس محمدطاوس اشرف نادري وايي، دوی ټول هغه بستونه چي تش وي، ډکوي ځکه يو خو به کدرونه پر دندو وګمارل سي او بل به هغه خالي بستونه چي پاته دي ډک کړل سي.هغه وايي، دغه ګمارني د وړتیا پر اساس کېږي او هیڅ ټاکنه به د اړیکو پر اساس نه وي.نادري د کلتوي مافيت د امريت يادونه وکړه او وې ويل، چي باید په دغه امريت کي رسمي کس ناست وي، ځکه مخکنی کس چي د کتلوي معافيت سرپرست وو، هغه هيڅ اسناد نه درلودل، نو ځکه یې د دغه امريت يو بل کارکوونکی د امریت سرپرست امر ټاکلی دئ.په دې وروستيو کي د کندهار پر عامي روغتيا رياست باندي د خلګو نيوکي ډېري سوي دي.خلګ ادعا کوي، چي نه يوازي د کورونا په پيسو کي فساد سوی بلکي دغه اداره د مديريت د ضعف سره هم مخ ده، ځکه خو په یاده اداره کي ستونزي تر پخوا څو چنده زیاتي سوي دي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...