د کندهار اوسېدونکي: د سړکونو د جوړولو پر مهال کیفیت ته پام نه کېږي

رپوټ : محمدیار مجروح

د کندهار اوسېدونکي شکایت کوي چي په دغه ښار کي د سړکونو د جوړلو پر مهال کیفیت ته پام نه کیږي او د ناسم نظارت له امله  رغول سوي سړکونه تر وخت مخکي بیرته خرابیریږي.

ښاریان د کندهار ښار په منځ کي د ډ‌نډ چوک او ښکارپور دروازې تر منځ د سړک یادونه کوي چي په وار وار رغول سوي خو د څو ورځو په تېردلو سره بیرته خراب سوی دی.

دغه سړک چي د هرات او کابل د لويي لاري لوی باروړونکي اومسافر وړونکي موټر ورباندي تیریږي، تېره میاشت د کندهار ښاروالي د نوموړي سړک خرابي سوې برخي له سره ورغولې خو اوس بیرته د  له منځه تلولو په حال کي دي.

ښاریان د کندهار له ولایتي ادارې او ښاروالي څخه غواړي تر څو د دغه پروژو د رغولو پر مهال کیفیت ته پام وکړي او وروسته یې په ښه ډول نظارت وکړي.

یو تن ښاري احمدالله پدې اړه داسي وايي : (( له تیرو شلو کلونو راهیسي د ښار په منځ کي سړک چي لوی باروړونکي موټر هم ورباندي تیریږي په ځلونه واري پرانستل سوي او په غوره کیفیت د جوړولو وعدې عن راکول سوي خو کله چي روغول سي یوازي څو ورځي وروسته بیرته خراب سي، موږ له ولایتي ادارې غواړو چي د دا ډول پروژو نظارت په سم ډول وکړي)).

یو تن بل ښاري نجیب الله بیا د نوو رغول سویو پروژو په اړه داسي وايي: (( ښاروالي چي کومه پروژه عملي کړي بیا سر نه په ګرځوي، د ارزګان لپاره یې اډه جوړه کړه، د میلینونو افغانیو په ارزښت پکښي دوکانونه جوړ سول، خو اوس ښاروالي  سر نه په ګرځوي او د ارزګان لوی باروړونکي موټر د ښار منځ ته ځي چي له امله یې د ښار سړکونه هم خرابیږي او همدارنګه د ارزګان اډه هم ورسره فلج سوې ده)).

بلخوا د کندهار د ښاروالي مسؤلین د خلګو ادعاوي مني خو زیاتوي چي په ښار کي د لویو باروړنکو موټرو د تګ راتګ له امله د سړکونو رغول سوې برخي بیرته خرابیږي.

د کندهار د ښاروالۍ مرستیال محمدنسیم رضايي هیواد تلویزون ته وویل چي دوی هر کال د میلینونو افغانیو په ارزښت سړکونه جوړوي چي سږ کال یې هم دې برخي ته د انکشافي بودیجې څخه ۳۷۲ میلیونه افغانۍ ځانګړي کړي دي چي دا مهال د شاوخوا ۲۰ کارونه روان دي.

دی زیاتوي (( موږ سږ هر کال د سړک جوړولو لپاره پيسې ځانګړي کوو او د رغول سویو پروژو لپاره نظارتي کمیټه هم لرو خو د ښار په منځ کي د لویو باروړونکو موټر تګ راتګ ستونزي کړي چي له اندازې پکښي زیات بار وړل کیږي او سړکونه خرابوي)).

د خلګو یوه ادعا دا هم ده چي یو شمېر همکاره موسیسې چي رغنیز کارونه کوي په خپل سر د کلیو د خلګو په مشوره پروژې عملي کوي چي تر ډېره یې ولایتي اداره د نظارت صلاحیت  هم نلري.

خو د کندهار د ولایتي ادارې ویاند بهیر احمد احمدي بیا دغه ډول ادعاوو په اړه داسي وايي: (( د ولسمشر د حکم پر اساس ټولي همکاري موسیسې چي په هره برخه کي کار کوي باید د ولایتي ادارې سره په مشوره او نظارت لاندي پروژې عملي کړي، د کندهار  ولایتي اداره هیچاته ددې اجازه نه ورکوي چي پر خپل سر پروژې عملي کړي)).

په کندهار کي یوازي د پروژو د کیفیت خبره نده بلکي  د یو شمېر پروژو کارونه له کلونو راهیسي ځنډېدلي دي.

د کندهار ښار په منځ کي بای پاس هغه سړک دي چي له تیرو ۱۸ کلونو راهیسي یې دولت د جوړلو وعدې کوي خو لا يې هم کارونه نه دي پشپړ سوي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...