د کندهار ولایتي شورا: نانوایان اکثره پاکستاني بې کیفیته وړه کاروي

رپوټ: خالد همت

نن یکشنبه د کندهار د ولایتي شورا په نوبتي غونډه کي پر ګڼ شمېر موضاعاتو بحث وسو، چي مهمه ئې د غنمو او د شهيدانو او معلولینو موضوع وه.

د ولایتي شورا رئیس سید جان خاکریزوال وایي، د کندهار غنم پاکستان ته ځي، خو هلته وچه ډوډۍ او خراب وړه ور سره ګډېږي او بیرته دلته راوړل کيږي، چي دې کار خلګ په بېلابيلو ناروغيو اخته کړي دي.
د شورا رئیس وايي، د دغه غنمو مخه باید په جدي ډول ونیول سي، تر څو پاکستاني بي کیفیته اوړه دلته را وارد نه سي.

ځیني تجاران پاکستان ته له افغانستان څخه ځکه غنم وړي چي هلته د غنمو له پوستکو څخه سيریلاک جوړوي، او وړه بیا بیرته هغه وخت چي دلته د غنمو موسم نه وي په لوړه بیه افغانستان ته ورکوي.

د ولایتي شورا رئيس دا هم زیاته کړه، چي د شهدانو او معلولینو چار وزارت درې کاله کیږي، چي د شهيدانو وارثانو او معلولینو ته کلنی معاش نه دئ ورکړی او هغوی ټول د غریبۍ شپې و ورځي سبا کوي.

دی وایي، دوی په دې اړه څیړني کوي او دغه ستونزه به د مسئولینو سره شریکه کړي.

د ولایتي شورا په غونډه کي د ځینو نورو موضوعاتو په اړه هم بحث وسو او د ځینو کسانو عریضې اړوندو ارګانونو ته واستول سوې.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...