افغانستان

په خوست کي د جرمونو په تړاو شل کسان نیول سوي دي

د خوست ملي امنیت ریاست شل هغه کسان رسنیو ته وښودل، چي د بېلا بیلو جرمونو په تور نیول سوي دي. د خوست  مرستیال والي عبدالواحد پټان وايي، په یادو کسانو کي د حقاني شبکې غړي، ماین ښخوونکي، ترور کوونکي او ځيني بهرنيو هيوادونو ته د جاسوسۍ په تور نیول سوي دي، چي محکمه به یې نهايي پرېکړه وکړي. پټان ...

Read More »

په چمن او کراچي کي د کندهاري تجارانو بند موټران هره ورځ یو میلیون ډالر تاوان رسوي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي تجاران وایي، له تيرو څو مياشتو څخه په کراچي او چمن کي د دوی زيات موټران ولاړ دي، چي هره ورځ زيات مصارف باندي راځي. د کندهار د سوداګرۍ خوني رئیس نصرالله زهير وايي، د خوراکي توکو د ګرانۍ يو لامل هم دا دئ، چي د دوی موټران په پاکستان کي بند پاته دي. ...

Read More »

د ميرویس مېني اوسېدونکي: دا څو ورځي کېږي د چيښاک اوبه نه لرو

رپوټ: مهتمم صالح ډېر وخت په کندهار کي خلګ د پاکو اوبو د شبکو څخه شکايت کوي، چي په سمه توګه کورونو ته پاکي اوبه نه رسول کېږي. اوس د کندهار ښار د اوومي حوزې اړوند د ميرويس مېني اوسېدونکي وايي، له تيرو څو ورځو څخه د دوی سيمي په سمه توګه اوبه نه راځي، چي د روژې په مبارکه ...

Read More »

د کندهار ښار اوسېدونکي: لا تر اوسه هم په ښار کي خوراکي توکي نه دي ارزانه سوي

دوی وايي، خلک غريبان دي او د بلي خوا روژه هم ده، نو تجاران دي له خلګو سره ښه وکړي او خوراکي توکي دي ارزانه کړي، ځکه ښار ته په کافي اندازه خوراکي او غیر خوراکي توکي راوړل کيږي. که څه هم کندهار ته له ايران او پاکستان څخه خوراکي توکي راوړل کيږي، خو بیا هم په دغه ولايت کي ...

Read More »

کندهار اوسېدونکي د ډوډۍ د غیر عادلانه وېش څخه شکایت لري

رپوټ: مهتمم صالح هر ځل چي د مرکز په سطحه د کندهار سره مرسته کيږي، نو خلګ شکايت کوي، چي مستحقو کسانو ته نه رسېږي. اوس د کندهار ښار اوسېدونکي وايي، هغه وچه ډوډۍ چي د ولسمشر د فرمان پر اساس د کورونا ناروغۍ په خاطر غریبو کسان ته ورکول کېږي، وېش يې غير عادلانه دئ. دوی وايي، دغه ډوډۍ ...

Read More »

په نورستان کي د ۱۰۰ ميلیونه افغانیو یوه پروژه پیل او یو شمېر نوري ګيې اخیستني ته وسپارل سوې

د ښوونځیو له پاره د ودانیو نه درلودل د نورستاني زده کوونکو د زده کړو له پاره تر ټولو لوی خنډ وو، خو له تېر یوه کال راهیسي دولت د دغه خنډ ليري کولو ته مټي رابډ وهلي چي تازه یې په واما، وانټ وایګل او کامدېش ولسوالیو کي د ۴۲،۵ ميلیونه افغانیو په لګښت د ۵ ښوونځیو ودانۍ تر ...

Read More »

په کندهار کي د افکو نړیوالي کمپنۍ له خوا له زرګونو بې وزلو کسانو سره نغدي مرسته وسول

رپوټ: خالد همت د افکو نړیوالي کمپنۍ له خوا هر کال په کندهار کي غریبو کورنیو ته مرستي ورکول کېږي، چي سږ کال هم د روژې په مناسبت او کورونا وایروس په خاطر د دغه کمپنۍ د مشر محمود کرزي له خوا مرسته سوې ده. د دغه کمپنۍ د شرعي قبالو مسئول واصل حسنیار وایي، دغه نغدي مرسته له زرګونو ...

Read More »

د هرات د هنرمندانو ټولني د ۱۵۰ غریبو کورنیو سره مرسته وکړه

رپوټ: غلام فاروق رسولي د هرات ولایت د هنرمندانو ټولني چي د تیاتر، موسیقۍ، سینما او نقاشۍ هنرمندان شامل دي، د ۱۵۰ بې وزله کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه. دا مرستي چي وريجي او غوړی پکښي شامل ول، د ښاروالۍ او پوهني ریاست اجیرانو ته ورکول سوې. هراتي هنرمندان وایي، د دې مرستو څخه ئې هدف دا دئ، ...

Read More »

په کندهار کي د کورونا وايروس د خپرېدو د مخنيوي له پاره د عامه پوهاوي پیغامونه ووېشل سوه

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي ورځ تر بلي د کورونا د پېښو ګراف لوړيږي، خو خلګ خاصه پاملرنه نه ورته کوي. نن د کندهار د حج او اوقافو، اطلاعات او فرهنګ ریاستونو او مدني ټولنو لخوا په ښار کي د کورونا وايروس څخه د ځان ساتني له پاره د پیغامونو وېشلو لړۍ پیل سوه. د حج او اوقافو ریاست ...

Read More »

د زابل اوسېدونکي په دې ولایت کي د پولیسو د ناوړه چلند او په زوره د پیسو اخیستلو څخه تر پزي راغلي

د زابل یو شمېر اوسیدونکي په دې ولایت کې د خلګو سره د پولیسو پر چلند او د لويي لارو موټروانانو څخه پر پیسو اخیستلو سخت اندېښمن دي. دوی وايي پولیس په مرکز کلات، لويه لار او شاه جوی ولسوالۍ کي خلګ ځوروي، د لويي لاري موټروانان د پیسو د نه ورکړي له امله وهي، چې نور دا حالت دوی ...

Read More »