رپوټ: مهتمم صالح
هر ځل چي د مرکز په سطحه د کندهار سره مرسته کيږي، نو خلګ شکايت کوي، چي مستحقو کسانو ته نه رسېږي.
اوس د کندهار ښار اوسېدونکي وايي، هغه وچه ډوډۍ چي د ولسمشر د فرمان پر اساس د کورونا ناروغۍ په خاطر غریبو کسان ته ورکول کېږي، وېش يې غير عادلانه دئ.
دوی وايي، دغه ډوډۍ د شناخت پر اساس هغو کسانو ته ورکول کيږي، چي مستحق نه وي.
دوی غوښتنه کوي، چي دغه لیستونه دي د سره وکتل سي، تر څو غریب کسان ور څخه برخمن سي.
خو د کندهار والي حیات الله حيات وايي، دوی ته شکايتونه رسېدلي دي او دوی يې څېړنه کوي.
هغه وایي، کله چي شکايتونه وڅېړل سي، وروسته به ټول هغه کسان د ليسته و ايستل سي، چي مستحق نه وي.
مخکي هغه لیستونه چي د مسجد د ملاامامانو له خوا جوړېدل هم خلګو ورڅخه شکایت درلودئ، دوی ویل چي د کلي ملکان زورواکي دي، ملاامامانو ته واک نه ورکوي او په خپله خوښه یې د ملا په نامه جوړوي.