دوی وايي، خلک غريبان دي او د بلي خوا روژه هم ده، نو تجاران دي له خلګو سره ښه وکړي او خوراکي توکي دي ارزانه کړي، ځکه ښار ته په کافي اندازه خوراکي او غیر خوراکي توکي راوړل کيږي.
که څه هم کندهار ته له ايران او پاکستان څخه خوراکي توکي راوړل کيږي، خو بیا هم په دغه ولايت کي د خوراکي توکو بيي نه دي کښته سوي.
د دغه ولایت اوسېدونکي وايي، که څه هم ښاروالي او ولايت وايي، چي د احتکار کوونکو مخنیوی کوي، خو لاتر اوسه په ښار کي د خوراکي توکو بیي نه دي کښته سوي.
دوی وايي، خلګ غريبان دي او د بلي خوا روژه او کرنتین دئ، نو خلګ نه سي کولای چي دغه شيان رانيسي.
هر کال د روژې په راتګ سره په کندهار کي د خوراکي توکو بيي لوړيږي، خو سږکال په روژه کي د کورونا په خاطر ښار هم کرنتین دئ، نو ښه زمينه برابره سوې ده، چي د توکو بيي لوړي سي.