رپوټ: مهتمم صالح
ډېر وخت په کندهار کي خلګ د پاکو اوبو د شبکو څخه شکايت کوي، چي په سمه توګه کورونو ته پاکي اوبه نه رسول کېږي.
اوس د کندهار ښار د اوومي حوزې اړوند د
ميرويس مېني اوسېدونکي وايي، له تيرو څو ورځو څخه د دوی سيمي په سمه توګه اوبه نه
راځي، چي د روژې په مبارکه میاشت کي يې دوی سخت په تکلیف کړي دي.
دوی وايي، که څه هم اوبه په ښه توګه نه
راځي خو تعرفې یې ډېري لوړي دي، چي د دوی تر وس لوړي دي.
دوی زياتوی، هغه نوې شبکه چي له تیرو درو مياشتو څخه ورباندي کار شروع دئ، کارونه یې ولاړ دي.
خو د کندهار د اوبو رسوني رئيس محمد نادر کاکړ وايي، د اوبو شبکه سمه ده، يوازي د هغه کورونو د اوبو نلونه دوی په قصدي شکل قطع کړي، چي د اوبو بيلونه يې نه وي تحويل کړي.
هغه وايي، خلګ بيلونه په ډېر وخت نه تحويلوي، نو ځکه یې د بيلونو تعرفې لوړي سي، چي بیا شکايت کوي.
کاکړ زياتوي، خلګ دي پر خپل وخت بيلونه تحويل کړي، ترڅو د اوبو په رسولو کي یې ستونزه جوړه نه سي.
دغه راز کاکړ وايي، د اوبو هغه شبکه چي په ميرویس مېني کي جوړيږي کار يې تر سنبلې مياشتي ټاکل سوی وو، خو داچي د کرونا له امله ښار کرنتین سو کارونه يې څه ځنډېدلي خو هڅه کيږي، چي ژر يې کار بشپړ سي.