رپوټ: مهتمم صالح
په کندهار کي تجاران وایي، له تيرو څو مياشتو څخه په کراچي او چمن کي د دوی زيات موټران ولاړ دي، چي هره ورځ زيات مصارف باندي راځي.
د کندهار د سوداګرۍ خوني رئیس نصرالله زهير وايي، د خوراکي توکو د ګرانۍ يو لامل هم دا دئ، چي د دوی موټران په پاکستان کي بند پاته دي.
هغه وایي، پاکستان د دوی سره موافقه کړې ده، چي هر ورځ به سل موټره کندهار ته را اوړي، خو اوس د سپین بولدک د لاري مازي ۳۰ موټره را اوړي.
زهير وايي، د دې تر څنګ په کندهار کي تر ۲۰۰۰ ټنه زياته بسته بندي سوې وچه او لنده مېوه او تر ۲۰۰۰ ټنه ډېر په ګدامونو کي بند پاته وچه مېوه سته، چي ښايي د ګرمۍ له امله تجارانو ته ميليارډونه زيان ورسوي.
دغه تجاران وايي، د دوی د موټرانو ارزښت لږ دئ، خو مصرف ډېر باندي راځي، چي بايد دولت يې غم وخوري.
دوی وايي، پاکستان دي سوداګري په سياست نه ګډوي او افغان حکومت دي يو موافقې ته ور سره ورسيږي.
په کندهار کي د خوراکي توکو بيي ډېري لوړي سوي دي، چي د روژې په دغه شپو او ورځي کي خلک له ستونزو سره مخ دي.
خلک غوښتنه کوي چي بايد سوداګر د خلکو حالت ته په کتو د خوراکي توکو بيي ټيټي کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون