د ښوونځیو له پاره د ودانیو نه درلودل د نورستاني زده کوونکو
د زده کړو له پاره تر ټولو لوی خنډ وو، خو له تېر یوه کال راهیسي دولت د دغه خنډ ليري کولو ته مټي رابډ وهلي چي تازه یې په واما، وانټ وایګل او کامدېش ولسوالیو کي د ۴۲،۵
ميلیونه افغانیو په لګښت د ۵ ښوونځیو ودانۍ تر جوړولو وروسته ګټي اخیستني ته وسپارلې.
په ورته مهال د ښارجوړولو وزارت له لوري د نورستان
په مرکز پارون کي د یو ستر جامع جومات د جوړولو چاري هم پیل سوې.
د نورستان د ښارجوړولو ریاست مسئولین وایي، دغه جومات د پارون په اېشټېوي کلي کي جوړېږي، چي د امام له پاره پر کور سربېره نوري اړیني آسانتیاوي هم لري.
د نورستان چارواکي وایي، دا مهال په دغه ولایت
کي د یو شمېر ښوونځیو په ګډون د کونړ – نورستان
د لویې لارې د پخولو چارې هم ۲۰ سلنه بشپړې سوي او د پارون او ولسوالیو د لارو د جوړولو
په چارو سربېره د ګڼو پروژو کارونه هم په سم
ډول روان دي.
د نورستان اوسېدونکي او په ملي شورا کي د دغه ولایت د خلکو استازي که څه هم یادي پروژې د نورستان د پرمختګ لپاره مهمي بولي، خو غوښتنه کوي چي دغه ولایت کي د خلکو د ستونزو د هوارولو له پاره لا ډېرې پروژې پلې کړي.
د نورستاني چارواکو د مالوماتو له مخې دا مهال د هغه ۱۵۱ بابه ښوونځیو له ډلې چي ودانۍ یې نه لرلې، د ۴۰ ښوونځیو د ودانیو د جوړولو چارې روانې دي او په پلان کي ده چي روان کال د ۶۰ نورو ښوونځیو د جوړولو چارې هم پیل سي.