افغانستان

د خوست دوه منده ولسوالۍ اوسېدونکي د صحي خدمتونو څخه شکایت کوي

رپوټ: نسیم لېوال دلته په خوست کي خلګ له کلونو راهیسي دروغتیايي ستونزو څخه شکایت کوي، دوی وايي دنړیوالو په ميلیونونه امریکايي ډالرو مرستو سره سره بیا هم دروعتیا په برخه کي ستونزي سته او خدمات ئې معیاري نه سول په همدې مهال دخوست دوه منده ولسوالۍ اوسېدونکي  وايي دروغتیا په برخه کي له ګڼو ستونزو سره مخامخ دي، دوی ...

Read More »

د کندهار يو شمېر حق الزحمه ښوونکو ته د تېرو څو مياشتو معاشونه نه دي ورکول سوي

رپوټ: مهتمم صالح له تيرو شاوخوا شپږو مياشت څخه د کندهار بالمقطع ښوونکو چي په ښار کي ئې ټولي ښځينه دي معاش نه دئ اخيستی او ډېرو حق الزحمه ښوونکو ته هم معاش نه دئ ورکړل سوی. دغه ښوونکي وايي، کورنۍ ئې د دوی معاش ته سترګي په لار وي، خو معاشات ئې په مياشتو مياشتو ځنډيږي. دوی غوښتنه کوي، ...

Read More »

د کندهار د عامي روغتيا مسئولين: د کرونا ناروغۍ د مخنيوي له پاره ئې تدابیر نيولي دي.

رپوټ: مهتمم صالح که څه هم په افغانستان کي د کرونا نارغۍ نښي نه دي ليدل سوي، خو د کندهار عامي روغتيا رياست مسئولین وايي، دوی د يادي ناروغۍ د وقايې له پاره پوره اماده ګي لري. د عامي روغتيا رياست مرستيال ډاکټر موسی جان سلطاني وايي، دوی د ياد وايروس د مخنيوي په موخه په ټولو پولو او هوايي ...

Read More »

په کندهار کي د سه شنبې ورځي راهیسي باران ځیني کورونه نړولي دي

ریپوټ: خالد همت په کندهار کي د بارانونو له امله زیانمني سوي کورنۍ وایي، د سرپناه ځای او د خوړلو لپاره څه نه لري او له سختو ستونزو سره مخ دي. د یوې زیانمني سوي کورنۍ غړي وايي، درې خوني ئې درلودې، چي یوه خونه ئې هم د باران له امله نړېدلې، او په پاته دوو خونو کي ژوند کوي، ...

Read More »

په کندهار کي مدني فعالان وايي چي په تعلیمي ځايونو کي دي کوچنيان نه وهل کيږي

رپوټ: مهتمم صالح ډېر وخت په کندهار کي د ځيني تعليمي مرکزونو څخه خلک شکایت کوي چي زده کوونکي او کوچنيان وهي، چي بیا هغوی زړه نه ښه کوي چي درس و وايي. په کندهار کي مدني فعالان وايي، په زده کړيزو ځايونو کي دي د کوچنيانو وهل او ډبول ودرول سي. دوی وايي، تر ډېره په ديني مدرسو  کي ...

Read More »

ضیاءالحق امرخېل او حامد کرزي د خوست هوايي برید غندلی دئ

د ولسمشر ستر سلاکار ضياء الحق امرخېل او پخواني ولسمشر حامدکرزي د خوست هوايي بريد غندلى، بلخوا امريکايي ځواکونو ويلي چي د دې ادعاوو په اړه  پلټني کوي. ځايي سرچينې وايي چي د جمعې په شپه د خوست په عليشېرو ولسوالۍ کي د بهرنيو ځواکونو د بې پيلوټه الوتکي بريد کي د يوې کورنۍ پنځه غړي وژل سوي دي. د ...

Read More »

ملي دفاع وزارت: د هلمند مارجه په بشپړ ډول له وسله والو طالبانو ونیول سوه

د افغانستان د ملي دفاع وزارت وايي، چي د هلمند مارجه ولسوالي په بشپړ ډول له وسله والو طالبانو ونیول سوه. ملي دفاع وزارت په یوه اعلامیه کي وویل چي په مارجه کي د عبدالباري په نوم د وسله والو طالبانو پوځي قوماندان ووژل سو او د هغوی د وسلو او چاودېدونکو موادو ۲ ډيپوګان هم ویجاړ سول. د هلمند ...

Read More »

ولسي جرګه وایي چي د سولي بهیر د بریا له پاره اوربند یوه حتمی خبره ده

د افغانستان او امریکا له ولسمشرانو ورورسته اوس د افغانستان ولسي جرګه هم وایي چي د سولي بهیر د بریا له پاره اوربند یوه حتمی خبره ده. د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولي مذاکراتو د بیا پیلېدو په هکله د خبرو او بحثونو په ګرمېدو سره جوخت د افغانستان ولسي جرګه هم پر اوربند ټینګار کوي. د دې جرګې ...

Read More »

په کندهار کي وچه مېوه تر پروسږ کال ارزانه سوې ده

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د وچي مېوې خرڅونکي وايي، د کندهار وچه مېوه بهرنیو هیوادونو ته نه صادريږي، نو ځکه ډېره ارزانه سوې ده. دوی وايي، پروسږ کال به يو کندهاری من کشمش د اته سوه څخه تر زر افغانیو پوري خرڅېدل، خو اوس هغه کشمش له دوه سوه څخه تر څلورسوه خرڅيږي. د دوی په خبر په ...

Read More »

په ننګرهار کي د داعش ۱۱ وسله وال په هوايي بريد کي وژل سوي

د ملي دفاع وزارت وايي چي په ننګرهار کي د داعش ۱۱ وسله وال په هوايي بريد کي وژل سوي، بلخوا ځايي چارواکي وايي، لسګونه داعشي وسله وال له ښځو او ماشومانو سره امنيتي ځواکونو ته تسليم سوي دي. د ملي دفاع وزارت له خوا په يوه خپره سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي پرون د ننګرهار په اچين ولسوالۍ کي ...

Read More »