افغانستان

کندهار ښاریان: په کندهار کي خانان د غریبانو په نامه ډوډۍ وړي

رپوټ: خالد همت په کندهار کي پرون د وچي ډوډۍ وېشل پیل سوه، خو خلک له دې ويش څخه شکایتونه لري. د ویش لړۍ د پیل پر مهال کندهار والي وویل، هره ورځ به دغه ډوډۍ غریبو کسانو ته وېشل کیږي، خو په دې شرط چي خلک د کورونا په خاطر فاصله مراعت کړي. کندهار ښاروال هم وویل، هري بې ...

Read More »

د درملو اتحادیه: د عامي روغتیا ریاست سره مو د کورونا د مخنيوی له پاره د ساتندويه توکو مرسته وکړه

رپوټ: مهتمم صالح د کندهار د درملو اتحادیې غړي وايي، د عامي روغتيا ریاست سره ئې د دايمي مرستو د لړۍ څخه دا ځل د کورونا وايروس د خپرېدو د مخنيوی په خاطر د ساتندويي توکو مرسته کړې ده. دوی وايي،  په دغه توکو کي د اووه لکه افغانیو، ماسکونه، دستکلې، لباسونه او د مکروب وژني درمل شامل دي. دوی ...

Read More »

محب روښان: د خیالي تشکیلاتو راپور په هیڅ صورت نه سي تېرولای

رپوټ: مهتمم صالح د دوشنبې په ورځ د کندهار د پوهني رياست پر عمومي سړک د رسمي ديني مدارسو يو شمېر حق الزاحمه ښوونکو د اعتراض په شکل لاره تړلې وه. دوی ادعا کول، چي د پوهني رياست ئې د اتو مياشتو معاش نه دئ اجراء کړی. دوی وايي، تر هغه دغه لاره نه ایله کوي، تر څو د پوهني ...

Read More »

د کابل-کندهار د لاري موټروانان: د زابل په مربوطاتو کي تر ټولو ډېري پیسې ځیني اخیستل کېږي او زیات ځورول کېږي

زابل چي د هیواد په سهیل کي پروت ولایت دئ، خلګ ئې د نا امنیو تر څنګ د ځايي مسئولینو د بې کفایتۍ او ناوړه چلند څخه سخت کړیږي او په دې ولایت کي د کابل کندهار ۱۷۰ کیلومتره لویه لار تېره سوې ده، چي تر ډېره ئې د امنیت د ټینګښت مسئولیت د پولیسو په غاړه دئ. د کابل ...

Read More »

په بغلان کي له اتو میاشتو راهیسي ملي اردو له یوه روغتیايي مرکز او ښوونځي څخه د سنګره کار اخلي

رپوټ: نورګل اندړوال دجرخشک د سیمي قومي مشران وايي، چي اړتیا ئې د کورونا وایروس په خپرېدو سره روغتیايي مرکز ته زیاته ده او تر پنځوسو د زیاتو کليو خلګ د دې روغتیايي مرکز په بندېدوسره روغتیايي خدماتو ته لاس رسی نه لري. دسیمي کوچنیان که څه هم د ښوونځي په بندېدو سره بې زده کړو سوي، خو وايي چي ...

Read More »

غریبان: په کندهار کي دي چارواکي تر هر څه دمخه د خوراکي توکو مرسته وکړي

رپوټ: خالد همت په کندهار کي د کورونا وایروس د مخنیوي په خاطر له تېرو څو ورځو راهیسي د ورځي له خوا ښار قرنطین دئ او کاروبارونه ولاړ دي، چي له دي سره غریبي کورنۍ خوراکي او غیر خوراکي توکي نه لري.  په کندهار کي غریبي کورنۍ وایي، حکومت او تجاران دي له دوی سره تر هرڅه دمخه د خوراکي ...

Read More »

د کندهار د حج و اوقاف ریاست د کورونا پر وړاندي د مبارزې په اړه د همږغۍ غونډه وکړه

د حج و اوقاف په ریاست کي د دغه ریاست علماوو شورا، چاپېریال ساتني او اطلاعات و فرهنګ ریاستونو په ګډه د کندهار ښار د علماوو، خطیبانو او ملاامامانو سره د کورونا پر وړاندي د مبارزې په اړه ناسته وکړل او په دې اړه یې پر مبارزې ټینګار وکړ. د حج اوقاف رئيس قاضي محمد عمر وویل، اوس وخت د ...

Read More »

په کندهار کي د کورونا پېښي ورځ تر بلي ډېرېږي

رپوټ: مهتمم صالح کندهار يو له هغو ولايتونو څخه دئ، چي د کورونا ډېري مثبتي پېښي لري او دغه پېښي د ډېرېدو په حال کي دي. د ياد ولايت د عامي روغتيا سرپرست محمد طاوس اشرف نادري په يوه خبری کنفرانس کي وويل، چي په دغه ولایت کي تېره پنجشنبه د کورونا نهه نوري پيښي ثبت سوي دي، چي اووه ...

Read More »

په کندهار کي د روزګان اډې موټروانان: تر اوسه دغي اډې ته د عامه پوهاوي روغتیايي ټیمونه نه دي راغلي

رپوټ: خالد همت د کندهار ځیني خلګ لا هم د کوروناوایروس د مخنيوي په خاطر عامه پوهاوی نه لري، چي له دې سره دوی د دغه وایروس په اړه تدابیر نه نیسي او پاملرنه نه ورته کوي.  په کندهار کي د روزګان اډې موټروانان هم وایي، تر اوسه دغي اډې ته د کورونا وایروس د مخنيوي په خاطر د عامه ...

Read More »

کندهاریان: د کورونا پېښي د هغو کسانو د راتګ سره زیاتېږي چي له بهره راځي

رپوټ خالد همت د کندهار اوسېدونکي وايي، دغه ولایت ته له بهر څخه د راتلونکو کسانو له امله د کورونا پېښي زیاتيږي، چي کېدای سي دلته خلګ له یو لوی خطر سره مخ سي. دوی وايي، هغه کسان چي له بهره راځي باید کرنتین سي او یا يې هم معاینات وسي، تر څو د کورونا په اړه یې مالومات وسي. ...

Read More »