رپوټ: مهتمم صالح
په کندهار کي ورځ
تر بلي د کورونا د پېښو ګراف لوړيږي، خو خلګ خاصه پاملرنه نه ورته کوي.
نن د کندهار د حج او اوقافو، اطلاعات او فرهنګ ریاستونو او مدني ټولنو لخوا په ښار
کي د کورونا وايروس څخه د ځان ساتني له پاره د پیغامونو وېشلو لړۍ پیل سوه.
د حج او اوقافو ریاست د احتساب مدير اغاولي باراني وايي، دوی په ښار کي زرګونه بروشرونه، د عامه پوهاوي پاڼي او تر څنګ يې درې غټ بيل بورډونه هم د ښار په مهمو سيمو کي لګوي، څو خلګو ته د کورونا په اړه پوره معلومات ورسېږي.
مدني فعالان وايي،
که څه هم خلګ يوه اندازه د کورونا په اړه معلومات لري، خو دا بسنه نه کوي.
دوی وايي، د عامي روغتيا ریاست معلوماتو ته د لاس رسي په برخه کي پاته راغلی او د
عامه پوهاوي پروسه هم سمه نه ده، ځکه اوس ډېر خلګ پر کورونا ناروغۍ بې باوره سوي
او له دې سره د پېښو ګراف هم لوړېږي.
د کندهار ډېر شمېر خلګ کورونا وايروس جدي نه ګڼي او ادعا کوي، چي دولت د پيسو په خاطر د کورونا وايروس پېښي زياتي ښيي.
په وروستیو کي د ځینو کسانو مړیني اندېښنې راپورته کړي، مخکي ویل کېده چي دغه کسان په کورونا اخته دي خو د دوی تر معاینات وروسته ثابته سوې وه چي په کورونا نه وه اخته.