Author Archives: asad noori

((د ملګرو ملتونو ستره موخه دا ده، چي په افغانستان کي حکومتي بنسټونه پر خپلو پښو ودرېږي))

د ملګرو ملتونو سرمنشي په نیویارک کي له افغان پلاوي سره د لیدني پر مهال په افغانستان کي د روان وضعیت په اړ ه خبري کړي دي. هغه ویلي د ملګرو ملتونو سازمان په یوه خوله په افغانستان کي ددایمي ثبات او سولي غوښتونکی دی. د انتونیو ګوتریش په خبره ملګري ملتونه غواړي په افغانستان کي دولتي بنسټونه او ادارې ...

Read More »

د کابل ګارنیزیون قوماندان جنرال مراد علي مراد وایي، ترهګري یوه سیمه ییزه او نړیواله پدیده ده

د کابل ګارنیزیون قوماندان جنرال مراد علي مراد وایي، له همدې امله نړیواله ټولنه باید د ترهګرۍ پر وړاندي متحد سي او په هغو هیوادونو فشارونه زیات کړي، چي د ترهګرو ملاتړ کوي. دا په داسي حال کي ده، چي افغان چارواکي تل ادعا کوي چي پاکستان د طالبان او هغو ډلو چي په افغانستان کي بریدونه کوي ملاتړ کوي ...

Read More »

په روسیه کي د کرملین مخالف الکسي نوالني یو ځل بیا د پولیسو لخوا نیول سوی دی

 د نوموړي مرستیالانو ویلي، ناوالني له دیرش ورځني بند وروسته، ظاهراً د عامو غونډو او راټولیدنو له قوانیو نه د سرغړاوي له امله نیول سوی دی. د روسیې د اپوزیسیون دا مشر مخکي هم په ورته تور زنداني سوی و. د ناوالني مرستیال ویلي چي نوموړی یې تېره ورځ په مسکو کي د پولیسو یو ماموریت ته بیولی دی. د ...

Read More »

د روسیې د دفاع وزیر سرگي شویگو ویلي، چي هیواد یې د دوو اونیو په ترڅ کي د سوریې حکومت ته د ایس ٣٠٠ ډوله میزایلو سیستم ورکوي

د هغه په وینا دغه سیستم به په پوره اندازه د سوریې د پوځ جنگي قابلیت لوړ کړي. روسیه دغه کار یوه اونۍ وروسته له هغه کوي چي کرملین په سوریه کي اسراییل په غیر مستقیمه د یوې روسي پوځي الوتکي په پرزولو باندي تورن کړ، دا ځکه چي د دې پیښي پر وخت اسراییلي الوتکو د سوریې دننه د ...

Read More »

امریکا په راتلونکي ژمي کي افغانستان ته څلور سوه نور سرتیري را لیږي

 د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخي ټاکل سوې چي راتلونکی ژمی به افغانستان ته د ویسکانسین ملي ګارد څلور سوه غړي افغانستان ته ولېږل سي. دغه ډلي تر دې وړاندې د ۲۰۰۵ او ۲۰۰۶ او همدا راز د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کلونو ترمنځ په عراق کي فعالیت ترسره کړی دی. امریکايي چارواکو ویلي چي دغه ځواکونه به په افغانستان ...

Read More »

((ناچاودیدونکي توکي او ماینونونه هره میاشت تر ۲۰۰ افغانانو ته مرګ ژوبله اړوي))

 په افغانستان کي د ماینونو دکشف او خنثی کولو د مرکز مشر شهاب حکیمي له یوې بهرنۍ رسنۍ سره په خبرو کي ویلي دي، چي ماینونه او ناچاودي توکي لا هم د افغانانو د ژوند په لار کي تر ټولو ستر خطرونه دي. دده په خبره دغه توکي هره میاشت له ۱۸۰ تر ۲۰۰ پوري افغانان وژني او ټپیان کوي. ...

Read More »

هلمند والي محمد یاسین له رسنیو سره په خبرو کي ویلي، په دې وروستیو کي د کجکي بند په شاوخوا کي پاکستاني او ایراني وسله وال لیدل سوي دي

دده په وینا د کشفي معلوماتو له مخي دوی خبر سوي چي دغه کسان غواړي کجکي بند ته زیان ورسوي، خو افغان ځواکونه یې دنیولو په لټه کي دي. محمد یاسین وايي دغه کسانو څو څو ځله له کجکي بند د ډرون کمرو پر مټ ویډیوګان او انځورونه هم اخیستي دي. هغه وايي له دغو کسانو سره سیمه ییز طالبان ...

Read More »

د افغانستان او پاکستان ددیني علماوو غونډه کیږي، خو طالبانو وار له مخه له پاکستاني ملایانو غوښتي چي په دغه غونډه کي ګډون ونه کړي

پاکستانۍ ورځپاڼي ډیلي ټایمز لیکلي افغان طالبانو یو شمیر پاکستانيو دیني ملایانو ته لیکونه استولي او له هغوی یې غوښتي چي د افغانستان او پاکستان راتلونکې ګډه غونډه کي برخه وانخلي. ورځپاڼه لیکي د طالبانو په دې لیک کي ویل سوي که امریکایان په افغانستان کي پاته سي نو پاکستان، هند، منځنۍ اسیا او عربي هېوادونو ته به ستونزي زیاتي ...

Read More »

ډاکټر عبدالله عبدالله: نړیوال دي د تشو ژمنو پر ځای له موږ سره عملي همکاري وکړي

د ملي یووالي حکومت اجرایه ریٔس ډاکټر عبدالله عبدالله د ملګرو ملتونو ۷۳مي عمومي غونډي ته د خبرو پر مهال ویلي افغانان څلوېښت کلني جګړې نور ستړي کړي دي او نړیوالو او ملګرو ملتونو د عملي او واقعي همکارۍ غوښتونکي دي. دده په خبره ټول افغانان د سولي پلویان دي او سوله د افغان حکومت په لومړیتوبنو کي ده، خو ...

Read More »

پخواني ولسمشر حامد کرزي په کاپیسا او وردګو کي سوي هوایي بریدونه غندلي دي

پخواني ولسمشر حامد کرزي د كاپیسا په تګاب او د وردګو په جغتو ولسوالیو کي د نظامي عملیاتو او هوایي بمباريو په پایله کي د ملکي وګړو پر مرګ ژوبله ژوره خواشیني څرګنده کړې. د نوموړي له مطبوعاتي دفتره په خپره سوې خبرپاڼه کي یاد بریدونه بشري ضد جنایت بلل سوی او دا بریدونه یې په کلکو ټکو غندلي دي. ...

Read More »