د امریکايي رسنیو د راپورونو له مخي ټاکل سوې چي راتلونکی ژمی به افغانستان ته د ویسکانسین ملي ګارد څلور سوه غړي افغانستان ته ولېږل سي.
دغه ډلي تر دې وړاندې د ۲۰۰۵ او ۲۰۰۶ او همدا راز د ۲۰۰۹ او ۲۰۱۰ کلونو ترمنځ په عراق کي فعالیت ترسره کړی دی.
امریکايي چارواکو ویلي چي دغه ځواکونه به په افغانستان کي د ناټو د غوڅ ملاتړ په چوکاټ کي فعالیت کوي او تر ډېره به یې مسٔوولیت د نورو بهرنیو ځواکونو د امنیت تامین وي.
امریکا تر دې وړاندي هم افغانستان ته اضافي عسکر لېږلي دي او په وینا یې موخه یې دا ده، چي وکړای سي دلته طالبان او داعش ډله وځپي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون