د روسیې د دفاع وزیر سرگي شویگو ویلي، چي هیواد یې د دوو اونیو په ترڅ کي د سوریې حکومت ته د ایس ٣٠٠ ډوله میزایلو سیستم ورکوي

د هغه په وینا دغه سیستم به په پوره اندازه د سوریې د پوځ جنگي قابلیت لوړ کړي.

روسیه دغه کار یوه اونۍ وروسته له هغه کوي چي کرملین په سوریه کي اسراییل په غیر مستقیمه د یوې روسي پوځي الوتکي په پرزولو باندي تورن کړ، دا ځکه چي د دې پیښي پر وخت اسراییلي الوتکو د سوریې دننه د هغه هیواد ځني سیمې بمبار کړي.

په سوریه کي د روسي پوځي الوتکي په پرځیدو کي تیره اونۍ ١٥ روسي پوځیان وژل سوي وو.

شویګو ویلي، چي دې پیښي مسکو اړ کړ، چي په سوریه کي د میشتو روسي پوځیانو د امنیت په خاطر چي د نړیوال تروریزم پر ضد جنگیږي پوره تدابیر ونیسي.

x

دا هم وګورئ

د چین حکومت په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ

د چین حکومت پرون په کرونا وایروس د اخته روغتیايي کارکونکو رسمي شمېر اعلان کړ. ...