د نوموړي مرستیالانو ویلي، ناوالني له دیرش ورځني بند وروسته، ظاهراً د عامو غونډو او راټولیدنو له قوانیو نه د سرغړاوي له امله نیول سوی دی.
د روسیې د اپوزیسیون دا مشر مخکي هم په ورته تور زنداني سوی و.
د ناوالني مرستیال ویلي چي نوموړی یې تېره ورځ په مسکو کي د پولیسو یو ماموریت ته بیولی دی.
د نوالني یو ویاند کیرا یارمیش ویلي، ممکن نوموړی له شل ورځني بند سره مخ سي.
نوالني په روسیه کي د ولسمشر ولادیمیر پوتین له سرسختو مخالفانو څخه ګڼل کېږي.
نوموړي په وروستیو کي پراخ اعتراضونه تنظیم کړي او د یو لړ راپورونو په خپرولو یې لوړ پوړي روسي چارواکي په اداري فساد کي په لاس لرلو تورن کړي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون