د کابل ګارنیزیون قوماندان جنرال مراد علي مراد وایي، ترهګري یوه سیمه ییزه او نړیواله پدیده ده

د کابل ګارنیزیون قوماندان جنرال مراد علي مراد وایي، له همدې امله نړیواله ټولنه باید د ترهګرۍ پر وړاندي متحد سي او په هغو هیوادونو فشارونه زیات کړي، چي د ترهګرو ملاتړ کوي.

دا په داسي حال کي ده، چي افغان چارواکي تل ادعا کوي چي پاکستان د طالبان او هغو ډلو چي په افغانستان کي بریدونه کوي ملاتړ کوي او پټنځايونه یې ورکړي دي، خو پاکستان دغه ډول ادعاوي رد کړي دي.

امریکایي چارواکو هم تر دې مخکي ویلي و، چي وسله وال طالبان او د حقاني شبکي اړوند مشران د پاکستان په خاوره کي امن ځایونه لري.

هغه دغه راز له هېوادوالو غوښتنه وکړه، چي له خپلو امنیتي ځواکونو سره همکار واوسي او د شکمنو کړنو په اړه امنیتي ارګانونو ته خبر ورکړي.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...