د ملګرو ملتونو سرمنشي په نیویارک کي له افغان پلاوي سره د لیدني پر مهال په افغانستان کي د روان وضعیت په اړ ه خبري کړي دي.
هغه ویلي د ملګرو ملتونو سازمان په یوه خوله په افغانستان کي ددایمي ثبات او سولي غوښتونکی دی.
د انتونیو ګوتریش په خبره ملګري ملتونه غواړي په افغانستان کي دولتي بنسټونه او ادارې پر خپلو پښو ودرېږي او دغه هیواد ددایمی ثبات څښتن سي.
نوموړي په افغانستان کي د شفافو ټاکنو ملاتړ کړی دی او په وینا یې په افغانستان کي دایمي سوله او ثبات هغه مهال ټينګیدلای سي، چي خلک په عدالت او ولسواکۍ کي له خپلو حقوقو برخمن سي.
هغه هیله څرګنده کړې چي د افغانانو په مشرۍ د سولي رواني هڅي مثبته پایله ولري او په دې توګه په افغانستان کي رواني جګړې پای ته ورسېږي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون