د ایران ولسمشر وایي، له افغانستان سره د ترهګرۍ ضد روانه مبارزه کي همکاري کوي

د ایران ولسمشر حسن روحاني د هېواد له اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله سره په لیدنه کي ویلي، چي ترهګري نه یوازي د افغانستان لپاره سرخوږی دی بلکي د سیمي ټولو هیوادونو ته ستونزې جوړولای سي.

دواړو لورو په نیویارک کي د ملګرو ملتونو د ۷۳مي غونډي په څنډه کي سره لیدلي دي.

د روحاني په وینا ایران د نشه يي توکو د قاچاق او ترهګرۍ ضد مبارزه کي له افغانستان سره همکاري کوي، ځکه دا پدیدې دواړو ملتونو ته زیانونه اړولای سي.

نوموړي همدا راز ویلي چي افغانستان به له چابهار بندر ګټه پورته کړي او همدا راز به د هرات خواف رېل پټلۍ ډیر ژر ګټه اخیستني ته وسپارل سي.

روحاني زیاته کړې چي ایران د ورته پروژو په مرسته د افغانستان په اقتصادي وده کي خپلي همکارۍ ته ادامه ورکوي.

اجرایه ریٔس هم پر ښو دوه اړخیزو اړیکو ټینګار کړی دی او په اهواز کي د وروستي ترهګریز برید له امله یې له ایراني اړخ سره خپله خواخوږی شریکه کړې ده.

x

دا هم وګورئ

تېره میاشت په کندهار کي د شري ناروغۍ ۱۹۰ ناروغان بستر سوي دي

رپوټ: مهتمم صالح په کندهار کي د سينه بغل او نورو ناروغيو تر څنګ کوچنيان ...