کندهار د پوليو ۷ مثبتي پېښي لري چي په ټول هیواد کي د ماشومانو د ګوزڼ د ناروغۍ له پلوه يې ګڼي اندېښنې را پورته کړي.
په ژړۍ ولسوالۍ کي د پوليو د کمپیان د پيل پر مهال د جنوبي حوزې د کتلوي معافیت ریس ډاکتر عبدالشکور نصرت له کورنیو څخه وغوښتل چي په روان کمپاین کي خپل ټول ماشومان د ګوزڼ پرضد وقایه کړي.
کندهار ته د عامي روغتیا وزارت د راغلي پلاوي مشره ډاکتر مقدسه معراج له میندو څخه وغوښتل چي د خپلو ماشومانو د دایمي معیوبیت د مخ نیوي لپاره د ما شومانو واکسین ته خاص پاملرنه وکړي.
په افغانستان کي سږکال د پوليو ټولي ۱۴ پېښي ثبت سوي چي ۹ يې په جنوبي ولایتونو کي دي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون