په افغانستان کي د ماینونو دکشف او خنثی کولو د مرکز مشر شهاب حکیمي له یوې بهرنۍ رسنۍ سره په خبرو کي ویلي دي، چي ماینونه او ناچاودي توکي لا هم د افغانانو د ژوند په لار کي تر ټولو ستر خطرونه دي.
دده په خبره دغه توکي هره میاشت له ۱۸۰ تر ۲۰۰ پوري افغانان وژني او ټپیان کوي.
حکیمي وايي دغه ماینونه ډیری نوي ځای پر ځای سوي خو ځیني یې د کورنیو جګړو له وخته پاته دي.
د نوموړي په خبره ددغه ستونزي د حل تر ټولو ښه لاره دا ده، چي حکومت یو ځل بیا عامو وګړو ته د ماینونو د خطرونو په اړه پوهاوی ورکړي.
هغه له نړیوالو بنسټونو هم وغوښتل چي په دې برخه کي همکاري وکړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون