Author Archives: asad noori

په کندهار کي پر شاوخوا پنځه سوه کسانو د غالۍ اوبدلو سامان الاتو د ویش لړۍ پیل سوه

راپور: محمد یار مجروح د کلیو پراختیا او بیا رغوني چارو وزرات د بیرته راستنیدونکو کډوالو د بیکارۍ د راکمولو لپاره د افغانستان په اتو ولایتونو کي د غالی اوبدلو په برخه کي پروژې پلي کوي چي د شاوخوا پنځه زره کسانو لپاره به پکښي د کار زمینه برابره سي. په کندهار کي د یادي پروژې مسؤل محمداقبال اوریاخیل وايي، ...

Read More »

په کندهار کي د افکو کمپنۍ د عینو ښارګوټي په دوهمه برخه کي هغه پروژه پيل کړه، چي په ډیر کم قیمت سره خلګو ته ارزان بیه کورونه جوړوي

راپور: محمد یار مجروح دا د کندهار په عینو ښارګوټي په دوهمه برخه کي د افکو کمپني له لوري جوړ سوي د استوګني کورونه دي چي تر ډیره د کښته اقتصاد لرونکو کورنیو لپاره جوړ سوي دي. د عینو ښارګوټي د انجنرۍ ګروپ غړی انجنیر نظام الدین وايي، یاد کورونه په نړیوال سټنډرډ جوړ سوي چي څلور خوني لري او ...

Read More »

کرني وزارت: د ۱۰۹ میلیونه ډالرو په ارزښت دوي پروژې پرانیستل سوي

د کرني، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت کي د کرني وزیر نصیراحمد دراني او په افغانستان کي د امریکا متحده ایالتونو د پراختیايي ادارې «USAID»ریٔس هربي اسمیټ، د سوداګرۍ او صنایعو خوني ریٔس عتیق‌الله نصرت، د اړوندو شرکتونو استازو او بزګرانو په حضور کي دوه ستري کرنیزي پروژې پرانیستل سوې. د کرنې وزارت د فیسبوک پاڼي له مخي، دراني او اسمیټ، ...

Read More »

ارګ وایي، ولسمشر غني د تذکرو ویش بهیر کي د تذکرو څېړلو په موخه یو پلاوی ګمارلی دی

د ولسمشرۍ ریاست د چارو ادارې عمومي ریاست په یوه بیان کي ویلي، د غني د حکم پر بنسټ، له ۱۳۹۶ کال نه تر ۱۳۹۷کال پوري د تابعیت تذکرو د ویش په بهیر کي د تذویر څرنګوالي د هر اړخیزې څېړني په موخه یې د لویي څارنوالۍ په مشرۍ باصلاحیته پلاوی ګومارلی دی. خبرپاڼه زیاتوي، چي په دغه پلاوي کي ...

Read More »

عارف علوي د پاکستان نوی ولسمشر ټاکل سوی دی

د لومړي وزیر عمران خان په مشرۍ واکمن تحریک انصاف ګوند د علوي ملاتړ کړی او د غیر رسمي پایلو له مخي، هغه د ۶۷۹ رایو له جملي څخه شاوخوا ۳۵۳ رایي اخیستي دي. د ټاکنو کمیسیون چارواکي به رسمي نتیجه وروسته اعلان کړي. علوي به د اوسني ولسمشر ممنون حسین چي د پخواني لومړي وزیر نواز شریف متحد ګڼل ...

Read More »

خليلزاد رسما د افغانستان لپاره د امريکا سلاکار وټاکل سو

د امریکا په بهرنیو چارو وزارت کي د افغانستان چاري رسما زلمي خلیلزاد ته وسپارل سوې. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو خبریالانو ته ویلي، چي د افغانستان چاري رسما پخواني امریکايي استازي زلمي خلیلزاد ته وسپارل سوې. دده په خبره زلمی خلیلزاد به په بهرنیو چارو وزارت کي د افغانستان مسایل مخ ته وړي، د سولي، مذاکراتو ...

Read More »

ایران او افغانستان د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی

د هرات والي محمد آصف رحیمي چي تازه یې ایران ته سفر کړی و، وايي د ایران او افغانستان ترمنځ د اړیکو پراختیا تر بل هر وخت اړینه ده. نوموړي په ایران کي د خبرو پر مهال ویلي، ایران او افغانستان په خپلو کي شفافي سوداګرۍ او پراخو اقتصادي اړیکو ته اړتیا لري. هغه ویلي چي ایران او افغانستان باید ...

Read More »

ټاکل سوې ده چي د کاناډا په ټورنټو ښار کي د افغانستان او کاناډا ترمنځ یوه تجارتي غونډه پیل سي

یو شمیر افغان سوداګر او پانګوال په دې غونډه کي د ګډون په هدف ټورنټو ته رسیدلي دي. د افغانستان – کاناډا د تجارتي فدراسیون عملیاتي مشر شاپور احمدي وویل: هڅه کیږي چي په دې غونډه کي سوداګر په افغانستان کي پانګونې ته وهڅول سي. ” افغانستان پانګونې او پانګوالو ته اړتیا لري. نو د هیوادونو ترمنځ چي ددې هدف ...

Read More »

د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړماموریت وايي، چي یو بل امریکايي سرتیری هم د غیر جګړیزي پېښي له امله د هېواد په ختیځ کي وژل سوی دی

افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د غوڅ ملاتړماموریت وايي، چي یو بل امریکايي سرتېری هم د غیرجګړیزي پېښي له امله د هیواد په ختیځ کي وژل سوی دی. په افغانستان کي د غوڅ ملاتړ مطبوعاتي دفتر له لوري په رالېږل سوې خبرپاڼه کي راغلي، چي دا امریکایی سرتېری پرون د افغانستان په ختیځ کي وژل سوی دی، خو د ...

Read More »

د امریکا لوړ پوړي نظامي چارواکي پاکستان ته تللي دي

 سرچینې وايي، د پاکستاني او امریکایي چارواکو د بحث اصلي موضوع افغانستان دی او امریکا غواړي پر پاکستان فشارونه ډیر کړي. راپورونه وايي، پاکستان باید د ترهګرۍ ضد جګړه کي د امریکا د تګلاري ملاتړ وکړي او د افغان ستونزي د حل لپاره باید عملي ګامونه اوچت کړي. امریکا به په نظامي او دیپلوماتیکه برخه کي له پاکستان سره خبري ...

Read More »