راپور: محمد یار مجروح
د کلیو پراختیا او بیا رغوني چارو وزرات د بیرته راستنیدونکو کډوالو د بیکارۍ د راکمولو لپاره د افغانستان په اتو ولایتونو کي د غالی اوبدلو په برخه کي پروژې پلي کوي چي د شاوخوا پنځه زره کسانو لپاره به پکښي د کار زمینه برابره سي.
په کندهار کي د یادي پروژې مسؤل محمداقبال اوریاخیل وايي، دوی به په دغه ولایت کي پر شاوخوا پنځه سوه راستنیدونکو کډوالو د غالۍ اوبدلو سامان الات وویشي.
دده به خبره دغه لمړنۍ پروژه ده چي د غالۍ اوبدلو له طریقه پکښي بیرته راستنیدونکو کډوالو ته دکار زمینه برابریږي.
د کلیو پراختیا او بیا رغوني چارو وزرات په خبره دیادو پروژې په پلي کیدو سره به پنځلس زره نورو بیرته راستنیدونکو کډوالو لپاره په غیر مستقیم د کار زمینه برابره سي.
د یادي پروژې ګډونوال خوښ دي او وايي، چي ددې سره به يې کورنی اقتصاد پر پښو ودریږي.
په افغانستان کي له کرني ورسته د غالیو اوبدل دوهم هغه کسب دی چي شاوخوا یو نیم میلیون کسان د همدې صنعت له لاري په کار بوخت دي، خو اوس دغه صنعت له ډیرو ستونزو سره مخ دی او مسلکي کارکوونکي د کم مزد د تر لاسه کولو سره سره بیا هم توانیدلي چي د نړۍ په کچه غوره غالۍ تولید کړي.
هيواد راډيو تلوېزيون هيواد راډيو تلوېزيون