ټاکل سوې ده چي د کاناډا په ټورنټو ښار کي د افغانستان او کاناډا ترمنځ یوه تجارتي غونډه پیل سي

یو شمیر افغان سوداګر او پانګوال په دې غونډه کي د ګډون په هدف ټورنټو ته رسیدلي دي.

د افغانستان – کاناډا د تجارتي فدراسیون عملیاتي مشر شاپور احمدي وویل: هڅه کیږي چي په دې غونډه کي سوداګر په افغانستان کي پانګونې ته وهڅول سي.

” افغانستان پانګونې او پانګوالو ته اړتیا لري.

نو د هیوادونو ترمنځ چي ددې هدف لپاره هر اقدام ترسره کیږي هغه بې له شکه چي د افغانستان په ګټه دی.“

د افغانستان- کاناډا دا سوداګریزه غونډه به څلور ورځي دوام وکړي.

په دې غونډه کي د افغانستان د سوداګرۍ او صنایع د خوني پر ریس سربیره یو شمیر افغان ښځینه او نارینه سوداګر برخه لري.

x

دا هم وګورئ

په کندهار کي شلو تنو حيواني ډاکټرانو ته د مصنوعي القاح روزنه او وسایل ورکړل سوه

رپوټ: مهتمم صالح د کندهار د کرهڼي ریاست له خوا د USAID اې وي سي ...